د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو وروسته په نړیواله منډي کې د تېلو بیې راټیټې شوې، چې اغېز یې پاکستان ته هم رسېدلی دی. وزیراعظم شهباز شریف د ډیزلو په بیه کې د ۳۲ روپو ۱۲ پېسو د کمښت منظوري ورکړې ده, د ۱۷ اپرېل ۲۰۲۶ د اعلامیې له مخې، وزیراعظم د ولس لپاره د سمدستي ریلیف په موخه د ډیزلو بیه کمه کړه. له دې وروسته د ډیزلو بیه له ۳۸۵ روپو ۵۴ پېسو څخه ۳۵۳ روپو ۴۳ پېسو ته راټیټه شوې ده.
د تېلو د بیو کمښت او ډیزل ارزاني
وزیراعظم ویلي چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره خلکو ته ورسول شي، څو د ګرانی بوج کم شي.چارواکي وايي، د ایران له لوري د هرمز تنګي د پرانیستو اعلان وروسته د تېلو نړیوالې بیې ښکته شوې، چې له امله یې په پاکستان کې د تیلو د ارزاني زمینه برابره شوې ده,کارپوهان وايي، د تېلو نړیوال ارزاني سره به د پاکستان وارداتي لګښتونه کم شي، چې له امله به د ترانسپورټ او نورو ضروري توکو په بیو هم مثبت اغېز پرېوځي.
یادونه دا ده چې هرمز تنګی د نړیوالو تېلو د لېږد یو مهم لاره ده، او د بیا پرانیستو وروسته په نړیوال بازار کې ثبات رامنځته شوی چې ګټه یې پاکستان او نورو واردوونکو هېوادونو ته رسېږي.
شهباز شریف د رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته ورسېد؛ په دوحه کې یې تود هرکلی وشو