تازه خبرونه

د اوربند لپاره د پاکستان هڅې وستایل شوې، دوهم پړاو ښایي پاکستان کې وشي

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مهمه بولي چې له ایران سره د اړیکو بهیر د پاکستان له لارې روان وساتل شي، او همدا تګلاره عملي کېږي. هغوی ویلي چې له ایران سره خبرې روانې او نتیجه ورکوونکې دي
د مطبوعاتي بریفنګ پر مهال کارولین لیویټ وویل: “پاکستانیانو په دې ټول بهیر کې غوره منځګړیتوب کړی او موږ د دوی دوستي او د تړون بشپړولو هڅې ستایو

د مطبوعاتي بریفنګ پر مهال کارولین لیویټ وویل: “پاکستانیانو په دې ټول بهیر کې غوره منځګړیتوب کړی او موږ د دوی دوستي او د تړون بشپړولو هڅې ستایو

واشنګټن: د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د ایران او امریکا ترمنځ روانو مذاکراتو کې د پاکستان رول ستایلی او ویلي یې دي چې پاکستان د اغېزمن او یوازیني منځګړي په توګه راڅرګند شوی، او د خبرو اترو بل پړاو هم ښایي په اسلام‌اباد کې وشي.

د سپینې ماڼۍ څرګندونې

هغې وویل: “پاکستانیانو په دې بهیر کې غوره منځګړیتوب کړی او موږ د دوی هڅې او دوستي ستایو.” هغې زیاته کړه چې که څه هم نورو هېوادونو هم د رول وړاندیز کړی، خو دا مهال خبرې یوازې د پاکستان له لارې مخ ته ځي.

د امریکا دریځ

د سپینې ماڼۍ په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران سره د اړیکو دوام د پاکستان له لارې مهم ګڼي، او مذاکرات روان او ګټور بلل شوي دي

د اوربند او راتلونکي پړاو امکان

کارولین لیویټ وویل چې د اوربند لپاره د پاکستان جدي هڅې د قدر وړ دي او راتلونکی پړاو ښایي په اسلام‌اباد کې ترسره شي. هغې دا خبره هم رد کړه چې امریکا د اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده

هغې زیاته کړه چې د هرمز تنګي تړل عملي شوي او د ایران له بندرونو څخه روانو کښتیو پر ضد اقدامات شوي، او د چین ولسمشر ډاډ ورکړی چې هېواد یې ایران ته وسلې نه ورکوي

د مذاکراتو دوهم پړاو

د سرچینو له مخې، د مذاکراتو دوهم پړاو ښایي راتلونکې اوونۍ په پای کې په اسلام‌اباد کې وشي، چې امنیتي او اداري چمتووالی ورته پیل شوی. ویل کېږي چې د امریکا پلاوي مشري به مرستیال ولسمشر جې ډي وینس کوي، او د ایران له لوري به سپیکر باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ګډون وکړي

د ایران رسمي دریځ

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې تر اوسه د مذاکراتو کومه وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې، خو اړیکې روانې دي

یاده دې وي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اپرېل په ۱۱مه په اسلام‌اباد کې ترسره شوی و، چې شاوخوا ۲۱ ساعته یې دوام وکړ، خو بې له وروستي تړونه پای ته ورسېد، که څه هم امریکایي چارواکو پکې د مثبت پرمختګ یادونه کړې ده

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *