نوي ډیلي: د هند پخواني پوځی او شنونکي مېجر (ر) ګورو اریا له خوا د لبنان او غزې پر وړاندې د اسراییلو د بریدونو په ملاتړ ورکړل شوي خورا جنجالي بیان پر نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي دي، او د ایران قونسلګرۍ هم دا بیان په کلکه رد او غندلی دی
د راپورونو له مخې، ګورو اریا ویلي وو: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تېری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی
بشري حقونو په حلقوکې نړیوالو شنونکو
د دې بیان تر خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو، د بشري حقونو په حلقو او نړیوالو شنونکو کې سختې نیوکې شوې دي. ناقدین وایي، دا ډول څرګندونې نه یوازې سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي، بلکې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالي ته هم جواز برابروي
د ایران قونسلګرۍ په خپل غبرګون کې ویلي چې دا ډول پاروونکې او غیرمسؤلانه څرګندونې د منلو وړ نه دي او دا ژبه د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو خلاف ده
ایراني چارواکو زیاته کړې چې د زور کارولو او بریدونو ملاتړ د سیمې د سولې پر ځای لا زیات بېثباتي رامنځته کوي او دا ډول څرګندونې وضعیت نور هم خرابولی شي
ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی
ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی
بل لور ته، د هند سفارت هم وضاحت ورکړی چې ګورو اریا یو شخصي وګړی دی او د هغه نظرونه د هند د رسمي پالیسۍ استازیتوب نه کوي، او د هغه لهجې ته نامناسبه بڼه ورکړل شوې ده
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې منځنی ختیځ لا دمخه له کړکېچن وضعیت سره مخ دی او د لبنان او غزې روان شخړې د نړۍ لپاره ډېر حساس موضوع ګرځېدلي دي
ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی
Gaurav Arya says: "We are the real brother of Israel and we want Israel to drop 100 bombs on Lebanon and 50 bombs on Gaza."
— Iran Consulate – Hyderabad (@IraninHyderabad) April 15, 2026
🔹@majorgauravarya brotherhood with a genocidal and occupying regime has no credibility.
It’s the classic gaslighting circular argument: Israel invades →… pic.twitter.com/oI4bpNq2uU