د درې لسیزو ژورنالیستي سفر کې، د درې لویو ورځپاڼو د میګزین ایډیټر او کالم لیکونکي په توګه، او همدارنګه په الیکټرانیک میډیا کې د تجزیه کار په حیث کار کړی دی. د څلورو کتابونو لیکوال دی. په بېلابېلو ورځپاڼو او ډیجیټل پلیټفارمونو کې یې تر اوسه بېشمېره لیکنې خپرې شوې دي. د سیمهییزو شخړو، وسلهوالو تحریکونو، اسلامي تحریکونو او نړیوالو موضوعاتو ترڅنګ د پاکستان پر ملي او سیمهییز سیاست هم لیکنې کوي
اسلامآباد مذاکرات ناکام شول، اوس پوښتنه دا ده چې وروسته به څه کېږي؟ نړۍ به کوم لور ته ځي؟ امریکا په کوم دریځ کې ده؟ ایران څه فکر کوي؟ د دواړو ترمنځ شخړه به پر ټولې سیمې څه اغېز وکړي؟ د دې ټولو پوښتنو تر بحث مخکې، اړینه ده چې پر مذاکراتو یو لنډ نظر واچو
یوویشت ساعته هغه وخت و چې د امریکا مرستیال ولسمشر JD Vance او د ایران وفد د اسلامآباد په سرینا هوټل کې مخامخ خبرې وکړې. له ۱۹۷۹ وروسته دا لومړی ځل و چې دواړو هېوادونو لوړپوړي استازي په یوه مېز سره کېناستل. دا په ظاهره د تاریخ لویه شېبه وه، خو ۲۱ ساعته وروسته دواړه وفدونه له کومې پایلې پرته ولاړل
ایا دا مذاکرات واقعاً ناکام شول؟ که دا هم د نړیوال سیاست هغه لوبه وه چې اصل پرېکړه په میز نه، بلکې تر شا کېږي؟ د لیکوال په اند، د دې پوښتنې ځواب ډېر مهم دی، ځکه که موږ یوازې سطحه ووینو نو د کیسې ژور حقیقت به له لاسه ورکړو
هغه څو اونۍ چې تاریخ بدلولی شول
د ۲۰۲۶ د فبرورۍ په ۶مه، لومړی ځل ایران او امریکا د عمان په منځګړیتوب خبرې وکړې. بیا په جنیوا کې دویم او درېیم پړاو ترسره شو. د عمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې “تړون نږدې دی”، او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې “تاریخي معاهده ممکنه ده”. فضا مثبته وه
خو د فبرورۍ په ۲۸مه ناڅاپه د امریکا او اسراییل له لوري لوی بریدونه وشول. په دې بریدونو کې د ایران مهمې زېربناوې زیانمنې شوې او سیمه د جګړې په لور لاړه. ځینې تحلیلګرانو وروسته وویل چې ښايي امریکا د خبرو تر پای مخکې د فشار او جګړې لاره غوره کړې وه، او مذاکرات یوازې د وخت ضایع وه نو ځواب له اسلاماباده راغی. دا یوازې تصادف نه و، بلکې د اونیو اوږد، خاموش، زغمناک او خورا نازک ډیپلوماټیک هڅو نتیجه وه.
اسلامآباد مذاکرات ولې ناکام شول؟
.د لیکوال په نظر، اصلي ستونزه هغه نه ده چې دواړو لورو ویلي دي. امریکا وویل ایران اټومي ژمنې نه مني، ایران وویل امریکا زیاتې غوښتنې لري خو اصل خبره تر دې شا ده
.ایران د هرمز تنګي بشپړ حاکمیت، د جګړې تاوان، د امریکا د پوځي اډو وتل، او د حزبالله پر ضد د فشار بندېدل غوښتل. دا غوښتنې د دوی له نظره “غیرقابل بحث” وې، خو د نړیوال سیاست له واقعیت سره سمون نه لري
بل لور ته امریکا غوښتل چې ایران د یورانیم غني کول بند کړي، اټومي تاسیسات ختم کړي، له پراکسیانو اړیکې پرې کړي او د .هرمز تنګی خلاص کړي چې دا هم د ایران لپاره ناشوني شرطونه وو
د ځواک غرور او نړیوال سیاست
.د ځینو تحلیلګرو په وینا، د امریکا سیاست کې د “ځواک غرور” پیدا شوی دی، یعنې دا فکر چې فشار زیات کړو نو مقابل لوری به تسلیم شي. دا طرز فکر امریکا مخکې په ویتنام، عراق او افغانستان کې هم ستونزو ته یووړه اوس داسې ښکاري چې دا فکر بیا تکرار شوی دی
د پاکستان رول
په دې ټول پیچلي حالت کې د پاکستان رول ډېر مهم و. وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر په ګډه دا سفارتي بریا ممکنه کړه. پاکستان د ایران او امریکا وفدونه اسلامآباد ته راوستل، خوندي فضا یې برابره کړه او مذاکرات یې ممکن کړل پاکستان نه یوازې د منځګړي رول ادا کړ، بلکې د دواړو لورو ترمنځ یې اعتماد هم رامنځته کړ
راتلونکی څه دی؟
.اوس وضعیت خطرناک دی. د هرمز تنګي بندېدل، د بابالمندب احتمالي تړل، او د تېلو نړیوال بحران نړۍ له سختې ستونزې سره مخ کوي ایران لا هم وایي چې سفارتکاري پای ته نه ده رسېدلې، او له اروپا سره خبرو ته چمتو دی. دا یو کمزوری خو مهم امید دی
دعا او هیله
تاریخ ښيي چې حتی د کیوبا د ۱۹۶۲ بحران کې هم امریکا او شوروي تر وروستي حد وروسته شاته شول. هیله دا ده چې اوس هم عقل او تدبیر د جګړې مخه ونیسي
دعا ده چې هرمز تنګی خلاص پاتې شي، بابالمندب خوندي وي، او سیمه د سولې لور ته ولاړه شي. او هغه بېګناه خلک چې د دې شخړو قرباني کېږي، هغوی ته د امن سیوری ورسېږي. آمین