معتبرې سرچینې تایید کړې چې د کالعدم بلوچستان لېبرېشن آرمي مشر بشیر زیب په دې وروستیو کې د افغانستان هرات ولایت ته سفر کړی، او هلته یې د ګورنر هاوس کې د هرات والي مولوي نور محمد اسلامجار سره رسمي لیدنه کړې ده
افغان چارواکې
راپورونه وایي، د دې لیدنې له مخې یو ځل بیا د دې ډلې او افغان چارواکو ترمنځ نږدې اړیکې او احتمالي تړاوونه څرګند شوي دي. د ګورنر هاوس په څېر حساس ځای کې د یوې ممنوعه ډلې د مشر حضور او له لوړپوړي افغان چارواکي سره لیدنه د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي
افغان لوری
امنیتي کارپوهان دا پرمختګ اندېښمنونکی بولي او وایي، که څه هم افغان لوری تل ادعا کوي چې د دوی خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، خو دا ډول لیدنې د دغو ادعاوو په اړه شکونه زیاتوي
له دې لیدنې وروسته دا اندېښنې لا پسې قوي شوي چې ځینې ډلې ته له پولې هاخوا پناه او سیاسي ملاتړ ورکول کېږي، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره لوی خطر بلل کېږي. تر اوسه د دې لیدنې د اجنډا په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي