د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ کمېدو او د سولې د بیا رغونې بهیر اوس ډېر حساس پړاو ته رسېدلی دی د موجوده ترینګلي وضعیت له امله د دواړو لورو ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو بهیر لا پېچلی شوی دی
د کارپوهانو په وینا، په سیمه کې ځینې داسې عناصر فعال دي چې د خپلو ځانګړو ګټو لپاره غواړي د سولې دا بهیر ناکام کړي. شنونکي وایي چې لکه څنګه مخکې تمه کېده، اسرائیل هڅه کوي د اوربند دا بهیر ګډوډ کړي. د دوی په باور، امریکا او ایران باید د داسې خرابکارو عناصرو له نیتونو څخه بشپړ خبر وي، ځکه اسرائیل د دې موضوع په ترڅ کې د یو لوی خنډ په توګه راڅرګند شوی چې د خبرو اترو پر وړاندې دوامداره ستونزې جوړوي
نړیوالې کړۍ
د سولې غوښتونکي نړیوالې کړۍ وایي چې په دې حساس وخت کې نړیواله ټولنه باید نه یوازې هوښیار پاتې شي، بلکې د هغو اقداماتو واضح غندنه هم وکړي چې د سیمې د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي
کارپوهان زیاتوي چې د ریښتوني او تلپاتې سولې لپاره امریکا او ایران دواړه باید په خپلو دریځونو کې انعطاف وښيي. دایمي سوله یوازې د متقابل تفاهم او نرم دریځ له لارې ممکنه ده، په داسې حال کې چې سخت دریځونه د سولې ضد عناصرو ته د خپلو موخو د ترلاسه کولو فرصت برابروي