کابل: د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې د ننگرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سرحدي ځواکونو د بریالي عملیاتو پر مهال له پاکستان څخه قاچاق شوي لوی مقدار وسلې، مهمات او نشهيي توکي نیول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، د 201 خالد بن ولید قول اردو او استخباراتي کارکوونکو ته د سرحدي سیمو کې د مشکوک تګ راتګ راپورونه ترلاسه شوي وو. د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ننگرهار په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره شول، چې په پایله کې 13 لاسي بمونه، 10 کارټنه پټ وسلې او مرمۍ، او 20 کیلو ګرامه اپین نیول شوي او ضبط شوي دي
د دفاع وزارت ویاند ویلي چې دا ټول مواد له پاکستان څخه په غیرقانوني ډول افغانستان ته انتقالېدل، چې افغان ځواکونو په وخت سره عملیاتو کې شنډ کړل
د افغان سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه قبضې تفنګچې، مخدره مواد او مهمات ونیول شول
— د ملي دفاع وزارت – وزارت دفاع ملی (@MoDAfghanistan2) April 9, 2026
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د استخباراتي او کشفي منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو په اساس نن ورځ د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ساحو کې ۱۳قبضې لاسي تفنګچې، ١٠ کارتنه پټاقې او ۲۰کلچې تریاک ونيول. pic.twitter.com/U8XnCZVN3j
خو د کارپوهانو په وینا، د افغان دفاع وزارت له لوري پر پاکستان دا ډول تورونه نوي نه دي، بلکې د کابل د پخوانۍ تګلارې دوام دی چې هدف یې د خپلو داخلي ستونزو څخه د پام اړول بلل کېږي. هغوی وايي چې په داسې وخت کې چې د افغانستان له خاورې ځینې ډلې د پاکستان لپاره امنیتي ګواښونه جوړوي، بېثبوته ادعاوې د اصلي حقیقتونو څخه د نړیوالو پام اړولو هڅه ده
کارپوهان زیاتوي چې افغانستان اوس د نشهيي توکو د خپرېدو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، خو په هغو هېوادونو تورونه لګوي چې خپله د دې ستونزې او پولې هاخوا ترهګرۍ قرباني دي
په ورته وخت کې، په داسې شرایطو کې چې د چین په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو خبرې روانې دي، دا ډول تورونه کولی شي د سرحدي وضعیت پر لا خرابېدو اغېز وکړي. پاکستان بیا تل د پولې هاخوا ترهګرۍ او قاچاق په اړه خپل اندېښنې څرګندې کړې دي او د اغېزمنو امنیتي اقداماتو غوښتنه یې کړې ده