تازه خبرونه

د پاکستان سفارتي هڅې : د ایران او امریکا،اسراېل ترمنځ سمدستي اوربند اعلان وشو

د اېران ،اسراېل او امرېکا ترمنځ اوربند کولو کې پاکستان مهم رول ولوبولو او ټولو اړخونو دا ډزبندي منلې ده، سېمه اېزو هېوادونو د پاکستان دا رول ستاېلې دې
داېران او امرېکا جنګ درولولو کې پاکستان مهم رول ولوبولو

داېران او امرېکا جنګ درولولو کې پاکستان مهم رول ولوبولو

د اېران ،اسراېل او ا مرېکا جنګ درورولو په اړه د پاکستان هڅې برېالۍ شوي دي ، تر دو اونېو ،هفتو لپاره ټول اړخونه په ډزبندۍ راضي شوي دي

د یوه مهم او پرمختیايي ګام په ترڅ کې اعلان شوی چې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو، له خپلو متحدینو سره یو ځای، په ټولو سیمو کې د سمدستي او هر اړخیز اوربند هوکړه کړې ده، چې پکې لبنان او نورې اغېزمنې سیمې هم شاملې دي

د رسمي سرچینو له مخې، دا اوربند سمدستي نافذ شوی او د دې پرېکړې هدف په سیمه کې د تاوتریخوالي کمول او د سولې لپاره لاره هوارول دي باېد ېادونه وشي چې دا پرمختګ د پاکستان د اوږدو ډیپلوماتیکو هڅو او د پردې شاته مذاکراتو پایله ده.

د پاکستان وزېراعظم شهباز شرېف په اېکس لېکلي چې په ډېرې عاجزۍ سره زه خوښ یم چې اعلان کوم، د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا، د خپلو متحدینو سره یو ځای، په ټولو سیمو کې د سمدستي او هر اړخیز اوربند هوکړه کړې ده، چې په لبنان او نورو ځایونو کې به هم سمدستي نافذېږي

شهباز شرېف په اېکس لېکلي

زه د دې هوښیار او د دولتدارۍ له پلوه مهم اقدام هرکلی کوم او د دواړو هېوادونو له مشرانو څخه ژوره مننه څرګندوم.
وزېراعظم شهباز شرېف لېکلي چې زه د دواړو خواوو پلاوي ته بلنه ورکوم چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۰مه نېټه، د جمعې په ورځ، اسلام‌اباد ته تشریف راوړي، څو د ټولو پاتې مسایلو د دایمي حل لپاره نورې خبرې اترې وکړو

نوموړې زېاتوي چې دواړو لورو د پام وړ پوهه او درک څرګند کړی او د سولې او سیمه‌ییز ثبات د ودې لپاره یې رغنده هڅې کړې دي شهباز شرېف واېې چې موږ هیله لرو چې د “اسلام‌اباد خبرې” به د تلپاتې سولې لپاره لار هواره کړي، او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې نور ښه خبرونه هم شریک کړو په دې اړه یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د پام وړ زغم، پوهه او سیاسي بصیرت ښودلی او د جګړې د پراخېدو مخنیوي لپاره یې مهم ګام پورته کړی دی

اسلام‌اباد خبرې

همدارنګه، اعلان شوی چې د دواړو لورو پلاوي به د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۰مه نېټه، د جمعې په ورځ، اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو د “اسلام‌اباد خبرو” په نوم د لا پراخو مذاکراتو لړۍ پیل کړي. تمه ده چې په دې خبرو کې به د ټولو پاتې شخړو د حل لپاره یو جامع او دوامداره چوکاټ جوړ شي

شنونکي وایي چې که دا خبرې بریالۍ شي، نو دا به نه یوازې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ښه کړي، بلکې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا په کچه به د امنیت او ثبات لپاره هم مهم بدلونونه راولي د سیمې هېوادونو هم د دې پرمختګ هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا اوربند به دوام وکړي او دایمي سولې ته به لاره هواره کړي

Related Articles

معتبرو سرچینو تایید کړې چې د کالعدم بی ایل‌اې مشر بشیر زیب په دې وروستیو کې د افغانستان هرات ولایت ته تللی

April 9, 2026

سعودي او ایراني د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې؛ د منځني ختیځ کړکېچ د کمولو او سیمه‌ییز ثبات لپاره ډیپلوماسي هڅې وڅېړل شوې

April 9, 2026

سره له دې چې د اوربند د سرغړونو او د توغندیو د بریدونو راپورونه شته، خو د اسلام‌آباد خبرې به په ټاکلي وخت ترسره شي. ټولو ګډونوالو د ګډون ډاډ ورکړی او ادارې د امنیتي تدابیرو وروستي اقدامات بشپړ کړي دي

April 9, 2026

د منځني ختیځ د سولې لپاره د پاکستان ډیپلوماټیکو هڅو ته نړیواله ستاینه شوې؛ ازبکستان د پاکستان پر مشرتابه او د دوو اونیو اوربند پر بشپړ باور څرګند کړی

April 9, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *