تازه خبرونه

طالبان: د پاکستاني بريدونو کې ملکي وګړي زيانمن شوي؛ پاکستان دا ادعاوې ردوي

پر پاکستان د طالبانو تازه ادعاوو پر بريدونو کې ملکي وګړو مرګ ژول طالبانو اعادوو دي
خو پاکستاني چارواکو د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ټينګار يې کړی چې د دوی عمليات يوازې د وسله‌والو پر ضد وي او ملکي وګړي په نښه نه کوي

خو پاکستاني چارواکو د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ټينګار يې کړی چې د دوی عمليات يوازې د وسله‌والو پر ضد وي او ملکي وګړي په نښه نه کوي

د طالبانو وياند د اپرېل په ۲مه نېټه په خپل ایکس (پخواني ټويټر) حساب کې ادعا کړې چې د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان په ختيځو ولايتونو ترسره شويو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي

د طالبانو د څرګندونو له مخې، له تېرو دوو ورځو راهيسې د کونړ، پکتيکا او خوست ولايتونو پر بېلابېلو سيمو د هاوان، راکټ او ډرون بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۵ ملکي وګړي، چې زياتره يې ماشومان دي، ټپيان شوي او ۲ ماشومان وژل شوي دي

په بيان کې ويل شوي چې د کونړ ولايت د سرکانو او منوګي ولسواليو پر سيمو لسګونه د توپچي مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې ماشومانو ته زيان اوښتی او يو موټر هم له منځه تللی دی. همداراز ادعا شوې چې په ځينو سيمو کې ۸ ماشومان ټپيان او ۲ نور وژل شوي دي.

طالبانو همداراز ويلي چې په پکتيکا ولايت کې د ډرون بريد له امله ۳ ملکي وګړي ټپيان شوي او په خوست ولايت کې هم د يو بل ډرون بريد په ترڅ کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې د دوی پوځي عمليات يوازې د وسله‌والو پر ضد ترسره کېږي او ملکي وګړي په نښه نه کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *