د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې هغوی د مختلفو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او افغان ولس یې په پرلهپسې بحرانونو او جګړو کې مجبوره کړی دی.
د عبدالعلي مزاري د ۳۱مې کلیزې په مراسمو کې وینا
احمد مسعود د عبدالعلي مزاري د شهادت د ۳۱مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د طالبانو پالیسۍ افغانستان په سیمه کې د امنیتي ستونزو او جیوپولیټیک سیاست د لوبې ډګر بدل کړی دی. هغه زیاته کړه چې طالبان څو سختدریځو ډلو ته په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه برابر کړي دي
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون
احمد مسعود ادعا وکړه چې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، جیش العدل، او تاجکستان د انصاراللہ ډلې په ګډون ګڼ شمیر وسلهوال ډلهوې په افغانستان کې شتون لري او د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي. د هغه په وینا، د دې ډلو شتون یوازې افغانستان ته نه، بلکې د ټولې سیمې امنیت ته خطر دی
د سرحدي شخړو او حملو یادونه
احمد مسعود د وروستیو سرحدي کشیدګیو او په افغان خاوره کې د بریدونو یادونه وکړه او وویل چې دا وضعیت د طالبانو غیر مسوولانه پالیسۍ او د سختدریځو ډلو د ملاتړ پایله ده. د هغه په وینا، د طالبانو ستراتیژۍ افغانستان بیا د سیمیزو شخړو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د جیوپولیټیک سیالیو مرکز کړی دی
د پایداره سولې او امنیت ټینګار
په غونډه کې احمد مسعود ټینګار وکړ چې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړینه ده چې ترهګرو ته هیڅ ډول خوندي پناه ځایونه ورنه کړل شي او هیواد باید د جګړې او شخړو له سیاست څخه وباسي.