د سفارتي سرچینو ادعا
د سفارتي سرچینو په وینا ادعا شوې ده چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر نور ولي محسود، حافظ گل بهادر، بشیر زیب او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تړلي نور مطلوب وسله وال د کابل په خورا حساسې سیمې «ګرین زون» کې ځای پر ځای کړي دي
د امنیتي اندېښنو زیاتوالی
د سرچینو په وینا دغه مطلوب کسان د وزیر اکبر خان سیمې په ګډون د ګرین زون په نورو برخو کې هم لیدل شوي، هغه سیمې چې د بهرنیو سفارتکارانو استوګنځایونه پکې موقعیت لري. ویل کېږي چې د دغو کسانو شتون جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي
د سفارتکارانو د وتلو احتمال
سرچینې زیاتوي چې د سفارتي ماموریتونو ته نږدې د نړیوالې کچې مطلوبو کسانو موجودیت ښايي جدي پایلې ولري. له همدې امله د څو هېوادونو سفارتکارانو کابل پرېښودو په اړه غور پیل کړی او امکان لري ډېر ژر له هغه ځایه ووځي
د نړیوالو ادارو غبرګون
په کابل کې دملګري ملتونه کارکوونکو او ځینو نړیوالو غیر دولتي موسسو (این جي اوګانو) هم د دې وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغو ادارو په وینا هغه کسان چې په نړیواله کچه د ترهګرو په توګه پېژندل شوي، د هغوی شتون هېڅ ډول د منلو وړ نه دی
طالبانو ته د رسمي اندېښنو سپارل
راپورونه وایي چې دغو نړیوالو بنسټونو او سفارتي کړیو په دې اړه خپل رسمي اندېښنې د طالبانو ادارې سره هم شریکې کړې دي
https://htnpashto.com/22463/ نور ولولئ