پاکستان د افغانستان د وروستیو امنیتي تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د وضعیت له نږدې څارنه کوي. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو زیاتوالی او د وسلهوالو ډلو فعالیتونو پراخوالی د سیمې لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
اسلاماباد ټینګار کوي چې د سرحدي امنیت ټینګښت او د احتمالي ګواښونو مخنیوی یې لومړیتوب دی. پاکستاني چارواکي وایي چې که په افغانستان کې د امنیت ټینګښت لپاره اغېزمن اقدامات ونه شي، نو دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې اغېزمنې کړي، بلکې د ټولې سیمې ثبات به هم له خطر سره مخ کړي.
بلخوا، شنونکي باور لري چې د طالبانو له لوري د امنیتي ژمنو په پوره کولو کې پاتې راتلل، د ترهګرو ډلو د بیا منظمېدو لامل شوي دي دوی وایي چې اړتیا ده د سیمې هېوادونه د ګډو امنیتي تګلارو له لارې د روان وضعیت د کنټرول هڅه وکړي.
کارپوهان ټینګار کوي چې سیاسي ثبات، اقتصادي همکاري، او د باور فضا رامنځته کول کولی شي د اوږدمهاله امنیت لپاره بنسټیز رول ولوبوي.