د لومړنیو راپورونو له مخې، د افغانستان د پکتیکا ولایت د مرغې په سیمه کې څو چاودنې شوې دي. د مرګ ژوبلې، اوښتو زیانونو او د چاودنو د لامل په اړه کره جزیات لا هم نه دي څرګند شوي. ویل کېږي چې ځایي چارواکي او امنیتي ځواکونه سیمې ته پر لاره دي څو وضعیت وڅېړي او سیمه خوندي کړي.
بل پلو، نن د ورځې په ۱۱:۵۰ بجو یو ناپېژندل شوې الوتکې د برمل ولسوالۍ په بنوسي مدرسه توغندي وتوغول، چې د احتمالي زیانونو او مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي. چارواکو تایید کړې چې په خوست، پکتیکا او ننګرهار کې ټول ټال ۸ هدفونه په نښه شوي دي.