د پاکستان کرکټ بورډ پخواني مشر نجم سیټهي د هند د چلند پر ضد مهم څرګندونې کړې دي. په یوه ویډیو کې چې په سوشل میډیا کې خپره شوې، نجم سیټهي په جذباتي ډول ویلي:
«تاسو چې لاس مو ورسره ونه مښود او ټيټه حرکت مو وکړه، اوس به یې سزا ووینئ او ستاسو چیغې ټوله نړۍ واوري.»
دغه څرګندونې د پاک-هند کرکټ اړیکو د سختې کشیدګۍ په مهال مخې ته راغلي او د هند د کرکټ بورډ په رویه کې د شدیدې ناخوښۍ څرګندونه کوي، چې هغه یې د کرکټ اصولو خلاف بللې ده.
په سوشل میډیا کې خلکو د دې بیان په اړه ګډ غبرګون ښودلی؛ ځینې یې دا د هند د بې انعطافه چلند پر وړاندې کرکټي ډپلومیسۍ کې سخت ځواب بولي، خو ځینې بیا دا په لوبو کې د زیاتېدونکې تنش نښه ګڼي. د نجم سیټهي دغه جارحانه انداز په سوشل میډیا کې نوې بحثونه راپورته کړي چې آیا په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکټ بیا بحال کېدای شي که نه.