تازه خبرونه

ترکیې د طالبانو حکومت سره د اړیکو کچه ټیټه کړه

سادین آی یلدز مخکې په قزاقستان، هالنډ او اوکراین کې د ترکيې د قونصلګر په توګه خدمتونه ترسره کړي
سادین آی یلدز مخکې په قزاقستان، هالنډ او اوکراین کې د ترکيې د قونصلګر په توګه خدمتونه ترسره کړي

سادین آی یلدز مخکې په قزاقستان، هالنډ او اوکراین کې د ترکيې د قونصلګر په توګه خدمتونه ترسره کړي

ترکيې د افغان طالبانو له حکومت سره د اړیکو په کچه د کمښت اقدام کړی او په کابل کې یې د خپلې استازولۍ درجه راټیټه کړې، چې د هیبت الله رژیم سره د پراخېدونکې ناخوښۍ نښه ګڼل کېږي. د کابل د سفارتي سرچینو په وینا، ترکيې په افغانستان کې د خپل پخواني سفیر د دورې د ختمېدو وروسته نوی سفیر نه دی ټاکلی، بلکې د سفارتي کچې د کمولو په ترڅ کې یې ناظم الامور ټاکلی دی.

سرچینې وایي چې د ترکيې پخواني سفیر چنک اونال دوره یې د دسمبر ۲۰۲۵ په میاشت کې پای ته رسېدلې وه، او د هغوی د وطن ستنېدو وروسته انقره کابل لپاره نوی سفیر نه دی ټاکلی. پر ځای یې د ترکيې لوړپوړي سفارتکار سادین آی یلدز کابل کې د ناظم الامور په توګه مقرر شوی، چې په سفارتي عرف کې د سفیر په پرتله د کمې درجې استازولۍ په توګه ګڼل کېږي.

د کابل څخه ترلاسه شوې معلوماتو په اساس، سادین آی یلدز یو ورځ مخکې د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل، چې په دې لیدنه کې یې په رسمي توګه د ترکيې لخوا په کابل کې د سفارتي استازولۍ د درجې د راټیټولو پریکړې خبر ورکړ. دا لیدنه په داسې وخت کې وشوه چې د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا د سفارتي یوازیتوب او فشار سره مخ دی.

سرچینې وایي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته ترکيې لږ تر لږه دوه ځله خپل لوړپوړی سفارتکار په کابل کې بدل کړی دی، خو اوس د سفیر پر ځای د ناظم الامور ټاکنه د طالبانو ادارې سره د سفارتي اړیکو د ټیټې کچې څرګند نښه ګڼل کېږي.

د نړیوالو سفارتي حلقو په وینا، د کوم هېواد له خوا د سفیر پر ځای د ناظم الامور ټاکل دا څرګندوي چې یاد هېواد د کوربه حکومت سره بشپړ سفارتي اعتماد یا سیاسي همغږي نه لري، او دغه ګام اکثر د ناخوښۍ یا تحفظاتو د څرګندولو لپاره پورته کېږي.

سادین آی یلدز مخکې په قزاقستان، هالنډ او اوکراین کې د ترکيې د قونصلګر په توګه خدمتونه ترسره کړي او د یو تجربه کار سفارتکار په توګه ګڼل کېږي. خو په کابل کې د ناظم الامور په توګه د هغه ټاکنه د ترکيې او طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو د یخوالي او محتاطانه سفارتي چلند ښکارندویي کوي.

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *