تازه خبرونه

د پاکستان امنیتي سرچینې: بلوچستان کې درې ورځو کې ۱۷۷ ترهګر له منځه یوړل شول

د پاکستان امنیتي سرچینې: بلوچستان کې درې ورځو کې ۱۷۷ ترهګر له منځه یوړل شول
وزیرداخله محسن نقوي رسنیو سره خبرې کې ویلي وو چې ترهګرو په ۱۲ځایونه بریدونه کړې وو او ټول اووژل شول

وزیرداخله محسن نقوي رسنیو سره خبرې کې ویلي وو چې ترهګرو په ۱۲ځایونه بریدونه کړې وو او ټول اووژل شول

په بلوچستان کې د تېرو درېیو ورځو د امنیتي عملیاتو پر مهال تر اوسه پورې ۱۷۷ ترهګر له منځه وړل شوي دي، امنیتي سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونه، استخباراتي ادارې او پولیس د ترهګرو او د هغوی د اسانتیا برابروونکو پر وړاندې کړۍ نوره هم تنګوي. د سرچینو په وینا، په تېرو درېیو ورځو کې په بلوچستان کې روانو عملیاتو کې تر دې دمه ۱۷۷ ترهګر وژل شوي دي

سرچینې زیاتوي چې په بلوچستان کې د فتنہ الہندوستان اړوندو ترهګرو پر ضد د سینیټایزېشن،یعني د پاکولو عملیات لا هم روان دي، او تېره شپه د تعقیبي عملیاتو پر مهال نور ۲۲ ترهګر هم له منځه یووړل شول، امنیتي سرچینو دا هم ویلي چې د ترهګرو او د هغوی د مرستندویانو د نورو زیانونو او هلاکتونو راپورونه هم ترلاسه شوي دي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د بلوچستان بریدونه په اړه له رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې د بلوچستان په ۱۲ ځایونو کې د هند لوري ملاتړ لرونکي فتنہ الہندوستان له لوري بریدونه ترسره شول

محسن نقوي ، د پاکستان داخله چارو وزیر ویلي وو چې ترهګرو د منظم پلان له مخې بریدونه ترسره کړل خو امنیتي ځواکونو پرېکنده مقابله وکړه. نوموړي زیاته کړه چې هر هغه ترهګر چې راغلی، ژوندی نه دی ستون شوې او امنیتي ځواکونو ټول ترهګر له منځه یوړل

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *