د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي له لوري را غوښتل شوې د خیبر امن په نامه راغوښتل شوې جرګې په اړه د ضلع خیبر بیله بیلو سیاسي،غیرسیاسي مشرانو غبرګونونه مخې ته راغلي دي
د پخوانۍ فاټا څخه ټاکل شوې پخوانۍ پارلیماني لیډر شاه جي ګل افریدي د پرون خیبر امن جرګې په اړه په خپل یو ځانګړې ویډیو پیغام کې ویلي دي چې د سهیل افریدي له لوري راغوښتل شوې دا جرګه نه بلکې د پاکستان تحریک انصاف د سټریټ احتجاجونو د کمپاین برخه وه کومه چې دوی په فرورۍ کې اعلان کړې ده
نوموړي اوویل چې په قبایلي او پښتنو ټولنه کې جرګه یو ډیر لوړ مقام لري، ځایی خلک جرګې ته ډیر لوی عزت ورکوي ،زیاته ی کړه چې پرون دې ته ځکه ډیر خلک راغلي وو چې دوی دې له د جرګې نوم ورکړې وو خو په اصل کې دا جرګه نه وه بلکې د پي ټي ایی د سټریټ کمپاین یو برخه وه
د جرګې په اړه د ضلع خیبر خبریال ابراهیم شینواري هم ایچ این پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دا یوه جرګه نه وه بلکې دا یو سیاسي جلسه وه
نوموړي اوویل چې په جرګو کې فریقین موجود وی خو په دې کې خو د وادي تیراه متاثرین نه وو نو ځکه دې ته موږ جرګه نه شو ویلې
نوموړي دا هم وویل چې د وادي تیراه زیات بی کوره شوي خلک د باړه تحصیل سره تعلق لري نو باید دا جرګه بیا په تحصیل باړه کې ترسره شوې وې