اسلام اباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د سولې بورډ د ابراهیم تړون سره تړل یوه ناسمه انګېرنه ده او پاکستان به د ابراهیم تړون برخه نه جوړیږي
په اسلامآباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې پاکستان د نړیوالو مسافرو لپاره یو خوندي او پرانیستی هېواد دی
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د پاکستان لوري د غزی پر امن بورډ کې ګډون دې ناسم نه تعبیروي او پاکستان د انټرنیشنل سټیبیلایزیشن فورس کې د ګډون پریکړه نه ده کړې
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا له خوا خپره شوې نوې سفري مشورتي اعلامیه د کچې ټیټول نه، بلکې یو تازه کېدونکی اپډېټ دی، چې پکې ځینې پخواني امنیتي ټکي لرې شوي دي
د دې بدلون وروسته د امریکایي وګړو لپاره پاکستان ته سفر نور هم اسانه شوی دی،هغه وویل چې پاکستان او امریکا په دې اړه د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې په تماس کې دي
ویاند دا هم وویل چې د امریکایي ویزو محدودیتونو د ختمولو په اړه خبرې اترې په اسلامآباد او واشنګټن کې روانې دي۔ پاکستان هیله لري چې ډېر ژر به د ویزو له محدودیتي لېست څخه وایستل شي، او له امریکا سره ډیپلوماتیکې هڅې هم د همدې موخې لپاره روانې دي
طاهر اندرابي وویل چې پاکستان د یو ښه نیت پر بنسټ د سولې بورډ غړیتوب ترلاسه کړی دی۔ د سولې په بورډ کې د ګډون اصلي هدف په غزه کې د اوربند ټینګښت دی
نوموړي زیاته کړه چې د دې بورډ دویم هدف د غزې بیا رغونه ده، او درېیم هدف د فلسطیني ولس د خپلواکۍ حق پر بنسټ د تلپاتې سولې ټینګول دي
ویاند وویل چې پاکستان یوازې نه دی، بلکې اووه نور اسلامي هېوادونه هم د سولې بورډ برخه دي، چې پکې سعودي عربستان، مصر، اردن، متحده عربي امارات، اندونیزیا او قطر هم شامل دي
هغه وویل چې د سولې بورډ تېر کال د سپتمبر په میاشت کې د ګډو هڅو په پایله کې رامنځته شو او دا بورډ د غزې او د فلسطین مسئلې لپاره یو د هیله بښونکې رڼا حیثیت لري
هغه زیاته کړه چې د تېرو دوو کلونو راهیسې د غزې ولس له سختې ویجاړۍ او انساني ناورین سره مخ دی او د ملګرو ملتونو هڅې د اسراییلو د یرغل د درولو لپاره بریالۍ نه شوې ، د سولې بورډ ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک ملاتړ هم ترلاسه دی۔ نوموړي وویل چې د سولې بورډ د ملګرو ملتونو بدیل نه دی، بلکې یو مرستندوی او تکمیلي پلیټفارم دی
طاهر حسین اندرابي په ټینګار وویل چې د سولې بورډ د ابراهیم تړون سره تړل یوه ناسمه انګېرنه ده، پاکستان به د ابراهیم تړون برخه نه ګرځي، او پاکستان د نړیوال ثبات ځواک ،انټرنیشنل سټیبیلازیشن ځواک کې د ګډون په اړه هم هېڅ پرېکړه نه ده کړې