تازه خبرونه

د امریکايي بندیانو قضیه او د طالبانو د زندانیانو وضعیت

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکايي رسنۍ «نیوز نېشن» سره په مرکه کې ویلي چې نه غواړي هیڅ یو امریکايي وګړی د اسلامي امارت په بند کې پاتې شي.

هغه ټینګار کړی چې که کوم امریکايي تبعه بې‌ګناه بندي وي، نو د هغه د خلاصون لپاره به جدي ګامونه واخلي.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې، د ډېنېس کویل په نوم یو امریکايي وګړی شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې د اسلامي امارت له خوا بندي دی. د هغه خور ویلي چې له څو میاشتو راهیسې یې له خپل ورور سره اړیکه نه ده نیولې او غوښتنه کوي چې نوموړی دې ژر تر ژره خوشې شي.
تر دې وړاندې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو چې لا هم په افغانستان کې لږ تر لږه دوه امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.

په همدې حال کې، اسلامي امارت په بېلابېلو وختونو کې د عمومي بخښنې او د اخترونو په مناسبت د بندیانو د خوشې کېدو اعلانونه کړي دي. د طالبانو د زندانونو د ادارې د معلوماتو له مخې، زرګونه بندیان تر اوسه خوشې شوي او د ډېرو نورو د سزا موده هم کمه شوې ده. خو د رسمي شمېرو له مخې، لا هم لسګونه زره کسان د افغانستان په زندانونو کې ساتل کېږي.

چارواکي وايي، د خوشې کېدو بهیر د شرعي محاکمو د پرېکړو او د عمومي بخښنې د فرمانونو پر بنسټ روان دی، خو د بشري حقونو بنسټونه بیا اندېښنه لري چې ځینې کسان له اوږدې مودې راهیسې بې له رسمي محاکمې په بند کې پاتې دي.

د امریکايي بندیانو د خوشې کېدو موضوع د واشنګټن او کابل ترمنځ له مهمو سیاسي او بشري مسایلو څخه ګڼل کېږي، او تمه ده چې دا موضوع به په راتلونکو ډیپلوماتیکو اړیکو کې هم د بحث وړ پاتې شي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *