د افغانستان اسلامی امارت که یو لور ته دا اعاوي کوي چې د اسلامي شریف په چوکاټ کې کار کوي خو بل لوري ته داسې راپورونه رامنځته شوي چې افغان طالبانو د اسلامي او جمهوری اصولو څخه ښکار سرغړونه کوي
په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د دولتي ادارو پر بشپړ ایډیالوژیک او اداري کنټرول د ټینګښت لپاره د پراخې تصفیې بهیر پیل کړی دی، چې له مخې یې د پخواني حکومت په دوره کې ګمارل شوي ۱۱۳۶ دولتي کارکوونکي له دندو لېرې کړل شوي او پر ځای یې د طالبانو پورې تړلي ۱۵۵۵ وفادار کسان په بېلابېلو دولتي ادارو کې ټاکل شوي دي
د سرچینو له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې ملا هبتالله یوه هر اړخیزه پالیسي معرفي کړه، چې له مخې یې د هېواد د تعلیمي ادارو نصاب، د کابل پوهنتون په ګډون، بدل کړای شو
دغه نوی نصاب د طالبانو له سختدریځو، ارتجاعي او ځانګړو پښتني دودونو سره سمون ورکړل شو، څو پر دولتي جوړښت بشپړ ایډیالوژیک واک ټینګ شي. په دې بهیر کې ساینسي، ټولنیز او عصري علوم یا په بشپړه توګه لېرې کړل شول او یا ډېر محدود کړل شول
سرچینې وايي چې دري، پښتو او ټولنیزو علومو له درسي کتابونو څخه په ټولیز ډول ۵۱ مضامین حذف شوي دي. د اسلامي زده کړو په برخه کې هم یوازې د حنفي فقهې د دیوبندي مکتب فکر، هغه هم د ځانګړو تعبیرونو تر چوکاټ لاندې، د تدریس اجازه ورکړل شوې ده، او د نورو فقهي مکتبونو پیرویانو لپاره د زده کړو دروازې تړل شوې دي
حتی د حنفي فقهې دننه هم یوازې هغه نظرونه د منلو وړ ګڼل کېږي چې د ملا هبتالله او د هغه د نږدې کړۍ له دریځ سره سمون ولري
د افغان طالبانو حکومت هدف دا ښودل شوی چې داسې نسل وروزي چې په بشپړه توګه د دوی له ایډیالوژیکو موخو سره برابر وي. د همدې موخې لپاره طالبانو پورې تړلو لوستو ځوانانو ته له رسمي تعلیمي اسنادو پرته، په مستقیم ډول پوهنتونونو کې د داخلې اجازه ورکړل شوه
سرچینې زیاتوي چې دغه داخلې یوازې د پښتنو او کندهاري طالبانو عناصرو پورې محدودې ساتل شوې دي
له درې کلونو وروسته، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۷مه یو فرمان صادر شو، چې له مخې یې دغه ۱۵۵۵ ټاکل شوي طالبان کسان، چې د همدې ځانګړي نصاب له مخې یې زده کړې بشپړې کړې وې، په بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو کې وګمارل شول
په همدې ورځ ۱۱۳۶ دولتي کارکوونکي له خپلو دندو ګوښه کړل شول. د سرچینو په وینا، د دغو دندو لرې کولو لامل کوم فساد یا جرم نه و، بلکې یوازې دا و چې هغوی د پخواني حکومت په دوره کې ګمارل شوي وو، څو د طالبانو خپلو کسانو ته ځای برابر ش.
نورې سرچینې وايي چې پاتې تشې څوکۍ د تېر یو کال په ترڅ کې د تقاعد، مړینو او مخکینیو ګوښه کولو له امله رامنځته شوې وې، چې هغه به هم د طالبانو پورې تړلو کسانو سره ډکې شي
د دې ټول بهیر څارنه او ایډیالوژیکه روزنه د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم ته سپارل شوې ده، چې د ملا هبتالله زوم دی او د سختدریځو نظریاتو لرونکی بلل کېږي.
د سرچینو له مخې، د مولوي ندا محمد ندیم په سپارښتنه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۲مه د طالبانو مشرتابه په ټولیز ډول د ۹۰ زره دولتي دندو د ختمولو اعلان وکړ، او ورسره یې د طالبانو د ځانګړو ایډیالوژیکو مدرسو لپاره د ۱۰۰ زره نویو دندو د جوړولو پرېکړه هم وکړه. شنونکي وایي چې دغه ګامونه د افغان دولتي جوړښت د بشپړ ډول د افغان طالبانو تر ایډیالوژیک واک لاندې راوستلو یوه منظمه هڅه ده، چې پایله به یې نه یوازې د مسلکي وړتیاوو کمښت وي، بلکې افغانستان به لا زیاتې انزوا، افراطیت او بېثباتۍ ته ور ټېل وهي
نورخبرونه: افغان طالبانو د پاکستان پر ضد د ترهګرو ګمارنې پیل کړي دي