تازه خبرونه

د افغانستان ملي مقاومت هند کې د افغان طالبانو سفیر ټاکنه غندلې

د افغانستان د ملي مقامومت محاذ شورا په یو بیان کې ویلي دي چې د افغان طالبانو حکومت تراوسه نړیوالې ټولنې په رسمي ډول نه دې پیژندلې
کله نه چې افغان طالبان په کال ۲۰۲۱ کې په واک کې راغلي دي نو ترواسه پورې له روس پرته بل کوم هیواد نه دي تسلیم کړي

د ملي مقاومت محاذ په اعلامیه کې ویلي دي چې افغان طالبان په افغانستان کې له انساني حقونو څخه په سرغړونو تورن دي (فایل فوټو، افغانستان سفارت نوې ډیلي)

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا، چې له هېواده بهر مېشت د طالبانو ضد سیاسي څېرو ډله ده، د هند له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی چې له مخې یې د طالبانو له خوا ټاکل شوي یو ډیپلوماټ ته په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت مشري وسپارل شوه

د یاد مقاومت  شورا دا ګام بیړه‌نی بللی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه په افغانستان کې د د موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري۔

د افغنستان د ملي مقاومت لوري خبره شوې په یوه اعلامیه کې ویلې شوي دي  چې طالبان، چې تر اوسه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمي ډول نه دي پېژندل شوي، د دې وړتیا نه لري چې افغانستان په ډیپلوماټیک ډول استازیتوب وکړي

اعلامیه کې د طالبانو پر وړاندې د سیسټماټیکو بشري حقونو سرغړونو او د نړیوال قانون د ماتولو تورونه هم لګول شوي دي

ددې مقاومت شورا مشرانو  ویلي له طالبانو سره اړیکې جوړول او عادي کول، چې دا ډله یې افراطي بللې او د افغان ولس استازیتوب نه کوي او دا د تمې خلاف کار دې چې افغانستان د هند سره اوږمهاله اړیکې لري

شورا خبرداری ورکړی چې د طالبانو پېژندنه یا ورسره ښکېلتیا کولای شي په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه منفي او نه بېرته راګرځېدونکې امنیتي او ټولنیزې پایلې ولري، چې د تلپاتې سولې او د اصولو پر بنسټ نړیوال نظم ته زیان ورسوي

شورا د هند له حکومته غوښتي چې له افغان ولس او د هغوی له قانوني استازو سره همکاري روانه وساتي، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د نړیوال قانون او د افغان ولس د ارادې پر بنسټ له احتیاطه ډکه تګلاره خپله کړي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د  هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو نور احمد نور د نوي ډیلي په افغانستان سفارت کې د شارژدافیر په توګه نومولی دی، وروسته له هغې چې هند په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت هم  لوړ کړې دې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جیسوال ویلي چې دا ګام د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند له سفر وروسته پورته شوی دی

دلته دا هم باید یادونه وشی چې هند تر اوسه د افغان طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې افغانستان کې  طالبان بیا واک ته ورسېدل هند سره یی  ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي دي

دا هم باید یادونه وشی چې د نن د پاکستان ایالت خیبر پښتونخوا یو وتلي سیاستمدار پروفیسر ابراهیم هم یو مهم بیان مخې ته راغلې دې

په بیان کې پروفیسر ابراهیم ویلي دي چې افغانستان دې  دا سوچ نه کوي چې له هند سره ددوی اړیکې به ددې هیواد په ګټه تمامې شي هغه ټینګار کړې چې هند له افغانستان سره اړیکې له شخصي ګټو لپاره ټینګوي او دا افغانستان لپاره زیان رسونکې دي

نورخبرونه: پروفیسر ابراهیم: ټي ټي پي پاکستان او افغانستان دواړو لپار زیان دې

Related Articles

باجوړ کې له اپریشن سربکف څخه اغیزمنې شوې کورنۍ به وس ۵پینځه لکه روپۍ ترلاسه کړي چې دوی وکولې شی خپل کورونه بیا جوړ کړي

January 19, 2026

د جماعت اسلامي مشر ویلي دي چې افغانستان دې دا سوچ نه کوي چې هند سره ددوی دوستي به ګټوره وي ،هند خپلو شخصي ګټو لپاره افغانستان سره دوستي کوي

January 19, 2026

یو پولیس اهلکار به بنو او بل د پولیس اهلکار په کوهاټ کې هدف وګرځول شو

January 18, 2026

پولیس سرچینې وایی چې نن هم له لنډي کوتل څخه څلور غیرقانوني افغان مهاجرین واپس افغانستان ته ولیږل شول

January 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *