تازه خبرونه

پروفیسر ابراهیم: ټي ټي پي پاکستان او افغانستان دواړو لپار زیان دې

د جماعت اسلامي مشر ویلي دي چې افغانستان دې دا سوچ نه کوي چې هند سره ددوی دوستي به ګټوره وي ،هند خپلو شخصي ګټو لپاره افغانستان سره دوستي کوي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه له تیرو درې میاشتو راهیسي تړلي دي

په دې وروستیو کې د پاکستان افغانستان ترمنځ شخړه هم دې ټي ټي پي له امله رامنځته شوي ده

د جماعت اسلامي د جنوبي خیبرپښتونخوا امیر پروفیسر ابراهیم خان ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې او جګړه د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمنځ  لوی زیان دې

پروفیسر ابراهیم ټینګار کړې دې چې ناقانونه ګرځول شې ډله تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره زیان رسوونکي دي

مهمه ده چې یادونه وشی چې د پروفیسر ابراهیم دا بیان په داسې وخت کې راغلې دې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې هم دې ناقاونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي له امله سختې خرابې شوي دي او له درې میاشتو زیاته موده وشوه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه هم دې ترهګرې ډلې له امله تړل شوي دي

پروفیسر ابراهیم اوویل او زیاته ی کړه چې د پاکستان ګاونډي هیواد  افغانستان باید دا غلط فهمي ونه لري چې هند یې دوست دې ، زیاته ی کړه چې دا ځکه چې د هند دوستي تاواني ثابته شوې ده، او هند په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره نور هېوادونه کاروي

نورخبرونه: عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي

پاکستان کښې بدامنۍ واقعاتو لپاره کالعدم ټي ټي پي،بي ايل اے او مجيد بريګيډ ډلې يو شويدي،متحده قامونو سلامتي کونسل رپورټ

Related Articles

پخوانۍ پارلیماني مشر شاه جي ګل افریدي وایی د خیبر پښتونخوا وزیراعلی له لوري راغوښتل شوې د خیبر امن جرګې په اړه وایی چې پرون د خیبر امن جرګه په نامه یوه سیاسي غونډه وشوه

February 2, 2026

نړیوال تبصره کوونکو پرېکړه سیاسي ځپنه ګڼلې، خو دقیق کتنه ښيي چې دا د پاکستان دکورني قانون په چوکاټ کې قضایي پروسه ده

February 1, 2026

الجزیره د پاکستان په اړه راپورونه څو ځل داسې وړاندې کړي چې ترهګري کم ارزوي او تاوتریخوالي ډلو ته سیاسي مشروعیت ورکوي

February 1, 2026

د پاکستان لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اریا-فارمولا غونډې بلنه، چې د “د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره د تړونونو د درناوي” په موضوع وه، یوه ارامه خو مهمه قانوني بریا وه

February 1, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *