تازه خبرونه

افغانستان او بنګله دیشن دوه اړخیز تجارت پیل کوي

د افغان طالبانو یو پلاوې د بنګله دیش په سفر تللې ترڅو د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکړي
په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې ډیرې ترینګلې شوي دي

د افغانستان لوړپوړه چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړې چې افغان سوداګر باید د پاکستان پرته نور داسې هیوادونو ولټوي چې تجارتي اړیکې ورسره ټینګې کړي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغه وزارت مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد د یوې رسمي پلاوي په مشرۍ کې د بنګله دیش په ر رسمي سفر روان شوي دي

د افغانستان طالبانو حکومت دې پلاوي کې، چې بنګله دیش ته ی سفر کړې شاوخوا ۵۰ ملي سوداګر هم  شامل دي

په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د دې سفر پر مهال به د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشي۔

اعلامیه زیاتوي چې د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، ګډو پانګونو فرصتونو او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه به هر اړخیزې خبرې اترې ترسره شي

د خپور راپور ترمخه  په دې مهم سفر کې به افغان پلاوې د بنګلادیش اړوند سوداګرۍ وزارتونو مشرانو سره ملاقاتونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو تفاهم‌لیکونو د لاسلیک په اړه به هم پرمختګ وشي

د دې سفر موخه د افغان ملي سوداګرو لپاره د نوو بازارونو موندل، د افغان تولیداتو د صادراتو د فرصتونو پراخول، او په سیمه‌ییزه کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی چې دا ډول سفرونه د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن رول لري

دلته باید یادونه وشی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا وروسته افغان طالبانو حکومت د بیله بیلو ګاونډي هیوادونو ته سفرونه کوي، په دې هیوادونو کې هند او د منځنۍ آسیا هیوادونو هم شامل دي چې افغان طالبان غواړي دوی سره سوداګریزو معاهدو لپاره معاهدې وکړې او دې هیوادونو سره د دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *