تازه خبرونه

قطر او افغانستان شخړه: د او آیی سي غونډې په ترڅ کې د رابطه ګروپ غونډه

په جده کې د او آیی سي غونډې په ترڅ کې قطر د افغانستان په اړه د رابطه ګروپ استازو ترمنځ یوه مهمه غونډه کې د افغانستان په اړه د متوازي ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې له تیرو دری میاشتو راهیسي ترینګلې دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الخلیفي په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه په یو بشپړ توګه مسوولانه سیاسي ښکیلتیا ته اړتیا ده

تیره اونۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې د او آیی سي، د اسلامي نړۍ د هیوادونو سازمان مهمه غونډه ترسره شوه چې پکې د پاکستان په شمول د نړۍ بیله بیلو هیوادونو استازو ګډون وکړو  

ددې غونډې په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان د شخړې هوارولو لپاره جوړې شوې د رابطه ګروپ د تخنیکي تیاریو په اړه هم یوه مهمه غونډه تابیا شوې وه

قطر د اسلامي نړۍ د هیوادونو د  همکاریو سازمان   د افغانستان د رابطه ګروپ د تخنیکي چمتووالي په غونډه کې، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د او آیی سي  سازمان په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د افغانستان په اړه د متوازن او ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړو

په دې غونډه کې د قطر استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي دفتر لومړي سکرتر خالد عبدالعزیز الخلیفي وکړ

نوموړي وویل، دا ناسته په داسې حساس پړاو کې ترسره کېږي چې یو هراړخیز چلند ته اړتیا لري، داسې چلند چې بیړنی بشري غبرګون، مسوولانه سیاسي ښکېلتیا او د افغانستان ځانګړو شرایطو ته درناوی په کې شامل وي

وې ویل او ټینګار ی وکړو چې د افغانستان شخړې هوارولو لپاره داسې یوه تګلاره اړتیا لري چې د اسلامي همکاریو سازمان د اصولو له مخې او د افغان ولس د سولې او ثبات د هیلو په ملاتړ کې بشپړه شي

هغه زیاته کړه چې دا غونډه د تخنیکي ارزونو د تبادلې، د هڅو د همغږۍ او د عملي سپارښتنو د جوړولو لپاره یو مهم فرصت برابروي، تر څو د اړیکو ډلې وړتیا نوره هم پیاوړې شي او په اغېزمن او منظم ډول خپل رول ترسره کړي

د قطر دې لوړپوړي ډیپلوماټ د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په اړه د دوحې بهیر ته هم اشاره وکړه او دا یې د افغان قضیې په تړاو د نړیوالو هڅو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله، چې د ټولو اړوندو لوریو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ لپاره یو متحد چوکاټ برابروي

Related Articles

شهباز شریف د ټرمپ مننه وکړه چې د پاکستان په غوښتنه یې اوربند وغځاوه

April 22, 2026

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *