تازه خبرونه

وادي تیره کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار جنګیالو ترمنځ نښته شوې

د سرچینو ترمخه نښته د تحریک طالبان او جماعت الاحرار ډلو جنګیالو ترمنځ شوې ده چې په پایله کې ی ۴ څلور ترهګر وژل شوي دي
وادي تیراه کې وسله والو سره د مشرانو ډیرې جرګې وشوې خو تراوسه ی څخه مثبته پایله نه ده ورکړې

د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ډلو ترمنځ دا نښته په داسې وخت کې شوې چې امنیتي ځواکونو صوبایی حکومت سره په سلامشوره د تیراه په میدان کې د ترهګرو پر ضد د اپریشن پریکړه کړې

 پاک – افغان بارډ  سره نږدې د خیبر ضلعې په وادي تیراه کې د ترهګرو ډلو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي

سرچینو ویلي، د وادي تیراه د کویله مرکز په سیمه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الاحرار او تحریک طالبان پاکستان وسله والو  ترمنځ سخته نښته شوې، چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي

سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د دواړو ترهګر تنظیمونو یو بل سره په جګړه کې  سلمان، دیوانه، ساقي او طیب له منځه تللي دي

د جمرود یوه ځايي خبریال هم تایید کړې چې د وسله‌والو ډلو ترمنځ نښته شوې او دا مهال د دواړو خواوو ترمنځ جرګه روانه ده

سرچینې وایي، تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې دا نښته پر کوم اختلافاتو رامنځته شوې ده

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امنیتي ادارو د سرچینو له مخې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ټي ټي پي  د مهمو مشرانو ترمنځ یوه مهمه مشاورتي غونډه شوې وه، چې پکې د جماعت الاحرار ډله له دې غونډې بهر ساتل شوې وه

سرچینې  وایي، ښايي دا نښته هم د همدې اختلافاتو پایله وي، خو د یادو ډلو کوم قومندان یا نورو سرچینو تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې د ترهګرو ډلو ترمنځ دا نښته په څه وجه شوې ده

بل لور ته، د امنیتي ځواکونو د سرچینو له مخې، په وادي تیراه د میدان باغ په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پرېکړه شوې، چې له امله یې ځايي خلکو له سیمې څخه نکل مکاني پیل کړي دي

د امنیتي سرچینو ترمخه په راروانو دو میاشتو به د وادي تیراه میدان سیمه کې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو پر ضد پراخ عملیات ترسره شي

نورخبرونه: د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

ضلع خیبر کې وسله کمانډر ځایی خلکو ته ویلي د حکومت لپاره دې جاسوسي نه کوي

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *