وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې د افغان طالبانو او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د ائتلاف او همکارۍ ټينګ او مستند شواهد موجود دي
د قومي پيغامِ امن کمېټې له غړو سره د خبرو پر مهال وزيراعظم وويل چې د ترهګرۍ ناسور يو ځل بيا سر راپورته کوي، خو لکه د ۲۰۱۸ کال په څېر به دا ځل هم ترهګرۍ ته سخت ځواب ورکړل شي او د ترهګرو ملا به ماته کړل شي۔ هغه زياته کړه چې ترهګر به د پاکستان له پولو راپورته کړي د هند په سمندر کې به ی اوغورځوي
شهباز شريف وويل چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ د تړاو څرګند ثبوتونه شته او د دښمن له لوري دوی ته هر ډول وسايل او ملاتړ برابرېږي
نوموړي وويل چې د ټولو مکتب فکر د سترو علماوو شتون د خوښۍ خبره ده
هغه زياته کړه چې نن تر هر بل وخت قومي يووالي ته زياته اړتيا ده او اړينه ده چې ټول په ګډه کښېنو او ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړو
پاکستان کې د پیغام پاکستان ورځ ونمانځل شوه
د قومي پيغامِ امن کمېټې په غوښتنه د هېواد په کچه يومِ پيغامِ پاکستان ولمانځل شو،ددې ورځ په تړاو سره په ټول پاکستان کې د هر مکتب فکر ديني عالمانو جمعې ورځ په ویناګانو کې د افراطيت، ترهګرۍ او فرقهایز تشدد پر ضد د یو موټې کیدلو پيغام ورکړ او د پاکستان له رياست، ټولنې او وسله والو ځواکونو سره يې د بشپړ ملاتړ پخلی وکړ
له کراچۍ تر خېبر پورې، نوموړو دیني عالمانو مشايخ، امامان، خطيبان، ذاکرين او ديني مبلغين د جمعې په خطبو کې ولس ته د پيغامِ پاکستان د اجماعي فتوا او ملي بيانيې د اهميت په اړه پوهاوو ورکړ
هغوی په متفقه توګه اعلان وکړ چې اسلام له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري او هغه کسان چې د دين په نوم تشدد کوي، د اسلام باغيان، منحرفين (خوارج) دي او د لوی الله تعالی د غذاب مسحق دي
دیني عالمانو د قرآن او سنتو په رڼا کې ټينګار وکړ چې پاکستان يو اسلامي رياست دی او د دې هېواد پر ادارو، وسله والو ځواکونو، ديني علماوو او عامو وګړو (مسلمانانو او غيرمسلمانانو) بريدونه حرام دي. دوی وويل چې دا ډول کړنې د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ د احکامو ښکاره سرغړونه ده
علماوو بيا ټينګار وکړ چې هغوی پخوا هم د رياست، ولس او وسله والو ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو، نن هم ولاړ دي او په راتلونکې کې به هم د افراطي او ترهګرو عناصرو پر ضد د مبارزې ملاتړ ته دوام ورکوي هغوی د وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف او د پوځ مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د امن، ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ
په همدې حال کې ديني مشرانو وويل چې که څه هم هغوی د ملي ګټو په ټولو چارو کې د رياست او ادارو ملاتړ کوي، خو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر د اصولو له مخې که چېرته هم غيراسلامي کړنه وويني، نو دیني عالمان به د حق غږ پورته کولو څخه ډډه ونه کړي
د ترهګرۍ پر ضد د مبارزه کولو او د پاکستان ریاستي او حکومتي ادارو سره په ګډه دې مبارزه کې د ګډون کولو په اړه دا څرګندونې او ژمنې نوموړو دیني عالمانو وکړې چې پکې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، مفتي عبد الرحيم، پير نقيب الرحمن، علامه عارف وحيدي، علامه سيد ضياءالله شاه بخاري، مفتي يوسف، علامه محمد حسين اکبر، مولانا زاهد منصور، مولانا عادل عطاري، ډاکټر پير آصف مير، مفتي کريم خان، انجينئر عثمان، مولانا محمد رفيق جامي، مولانا نعمان هاشِر، مولانا اسد زکريا قاسمي، مولانا محمد شفيع قاسمي، مولانا اسدالله فاروق، مولانا محمد اشفاق پيتافي، مولانا ابو بکر حميد صبري، مولانا طاهر عقيل اعوان، مولانا عزيز اکبر قاسمي، مولانا حق نواز خالد، مولانا عبيدالله ګورماني، علامه طاهر الحسن، مولانا حنيف عثماني، مولانا محمد اصغر کهوسه، مولانا انورالحق مجاهد، مولانا عبد المالک آصف، مولانا اسلم صديقي او مولانا عبدالحکيم اَثَر شامل وو
دیني عالمانو وويل چې پاکستان په تېرو لسيزو کې له سختو فکري او امنيتي ننګونو سره مخ پاتې شوی، چې پکې د دين د ناسم استعمال له امله افراطيت، ترهګري او فرقهيي تشدد تر ټولو لوی ګواښونه ګرځېدلي دي په همدې شاليد کې پيغامِ پاکستان د يو جامع، علمي او رياستي ملاتړ لرونکي ملي بيانيې په توګه راڅرګند شو، چې د ديوبندي، بريلوي، اهل حديث، شيعه او نورو مکتب فکر د عالمانو له خوا په متفقه توګه تاييد شوې دې
دوی ټينګار وکړ چې پيغامِ پاکستان يوازې يوه اعلاميه نه ده، بلکې يو بنسټيز فکري سند دی چې د اسلامي تعليماتو، د پاکستان د اساسي قانون او د رياستي حاکميت د اصولو په رڼا کې تشدد، بغاوت او د دين ناوړه استعمال په ښکاره ډول ردوي
دا اجماعي فتوا څرګندوي چې په پاکستان کې د دين په نوم هر ډول وسله وال تشدد هم غيرآئيني دی او هم له شرعي پلوه حرام دی
ديني مشرانو زياته کړه چې اسلام د انساني ژوند حرمت ته تر ټولو لوړ ارزښت ورکوي او هېڅ فرد يا ډله دا حق نه لري چې د رياست پر ضد وسله پورته کړي. هغوی يو ځل بيا دا خبره تاييد کړه چې د قانون جوړونې، د جهاد اعلان او د ټولنيز نظم ټول واکونه يوازې له رياست سره تړلي دي، او هر ډول يواړخيز وسله وال اعلان ښکاره بغاوت ګڼل کېږي د يووالي غوښتنه په کولو سره دیني عالمانو خبرداری ورکړ چې تکفير، کرکه خپرول او فرقهييز تعصب د امت د يووالي لپاره زهر قاتل دي هغوی پر دې ټينګار وکړ چې د تلپاتې امن او همغږۍ لپاره بايد د ټولو مکتب فکر ترمنځ متقابل درناوې مکالمه او زغم ته وده ورکړل شي
نورخبرونه: قامي امن پیغام کمیټي: ژمن یو چې د ریاست بیانیه نوره هم قوي کړو