تازه خبرونه

ګل حسن حسن په روس کې د افغانستان رسمي سفیر منل شوې

د روس ولسمشر پوټین دفتر کریمیلین کې راجوړه شوې دستوره کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر ګل حسن حسن خپل رسمي اسناد پوټین ته وړاندې کړل
روس په نړۍ کې هغه لومړۍ هیواد دې چې د افغانستان اسلامی امارت حکومت ی په رسمي توګه منلي او اعلان کړې دې

د روس ولسمشر ماڼي کریمیلین کې یوه رسمي دستوره تابیا شوې وه چیرته چې ګل حسن حسن د افغانستان اسلامي امارت حکومت له روس څخه د افغانستان د یو رسمي سفیر په توګه اعلان شو

د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د روس او افغانستان ترمنځ همکاري او دوه اړخیزې اړیکو کې په دې  وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ شوې دې

روس ولسمشر ویلي چې د روس او افغانستان ترمنځ اړیکو پیاوړي کولو مهمه وجه  د تېر کال هغه پرېکړه ده چې له مخې یې روس د افغانستان نوې واکمنې ادارې په رسمي توګه وپېژندلې

د روس ولسمشر پوتین دا څرګندونې د کریملین په ماڼۍ کې د یوې ځانګړې مراسمو پر مهال وکړې، چې پکې یې د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو اعتبارنامې ترلاسه کړې، په دې سفیرانو کې د اسلامي امارت افغانستان استازی ګل حسن حسن هم شامل وو

 ولادیمیر پوټین: روس غواړي افغانستان د یو خپلواک او باثبات هیواد په توګه اوویني

پوتین زیاته کړه چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان   کې د څارونکي هېواد حیثیت لري او روسیه لېواله ده چې افغانستان یو متحد، خپلواک او سوله‌ییز هېواد شي، چې له جګړو، ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه پاک وي

دا مهمه ده او باید چې دلته یادونه وشی چې روس هغه لومړۍ هیواد دې چې تیرکال ۲۰۲۵ د جولایی په ۲مه نیټه ی د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول د پیژندلو اعلان وکړو

نورخبرونه: د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

شوروي اتحاد د  افغانستان قبضه کولو وروسته بل کوم هیواد هدف وو؟

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *