تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان د یو آزاد فلسطیني ریاست ملاتړ کوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې اسحاق ډار د او آیی سي په غونډه کې د اسرایل لوري صومالیلنډ په رسمي ډول پیژنده رد کړې او دا ی د سیمه ایز ثبات لپاره لوی ګواښ بللې
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اوونیز خبري بریفنګ کې په سیمه ایز او نړیوالو شخړو باندې د پاکستان روښانه دریځ وړاندې شوې

پاکستان د هند لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو او کمشیر په اړه د او آیی سي رول ستایلې او غوښتنه ی کړه چې اسلامي نړۍ دې د کشمیریانو د آزادۍ حق ترلاسه کولو لپاره هڅې نورې هم ګړندې کړي

اسلام آباد: د بهرنیو چارو وزارت  وړمه ورځ په  اوونیز مطبوعاتي بریفنګ کې په یو شمیر سیمه ایزو او نړیوالو مهمو موضوع ګانو  باندې د رسنیو پر وړاندې د پاکستان دریځ وړاندې کړو

  د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي  د  اوونیز مطبوعاتي بریفنګ په پیل کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان مهمې سفارتي او د نړۍ په کچه  اړیکې پراخې او فعاله پاتې شوې دي

د قطر امیر او وزیراعظم شهباز شریف  ټیلیفوني خبرې

ویاند وویل چې پرون وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لوري ټیلیفون راغلو او وزیراعظم ورسره په مهمه ټکو خبرې وکړې

ویاند وویل چې د دواړو دوست هیوادونو مشرانو  د پاکستان او قطر ترمنځ پر قوي ورورولیزو اړیکو د خوښۍ څرګندونه وکړه او د منځني ختیځ پر روان وضعیت یې هم خبرې وکړې

ویاند وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د سیمې د سولې لپاره د قطر د منځګړیتوب رول وستایه او ډاډ یې ورکړ چې پاکستان به هم د سیمې د امن او ثبات لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکړي

د دواړو هیوادونو مشرانو په دې اتفاق وکړو چې په راتلونکې وخت کې به هم دوی نزدې اړیکې وساتي

د ولسمشر زرداري د بحرین رسمي سفر

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابی وویل چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري  د ۱۳م جنورۍ څخه تر ۱۶م د جنورۍ پورې د بحرین په  رسمي سفر دې

ویاند وویل چې د سفر پر مهال ولسمشر  د بحرین له باچا شیخ حماد بن عیسی الخلیفه سره هم ولیدل۔ په خبرو کې پر سوداګرۍ، پانګونې، دفاعي همکاریو، د پاکستانیانو ستونزو او نړیوالو چارو خبرې وشوې۔ ویاند وویل چې د بحرین باچا ولسمشرآصف زرداري  ته د شیخ عیسی لوی انعام هم ورکړو

د او آیی سي بېړنۍ غونډه  کې  د اسحاق ډار ګډون

د بهرنیو چارو ویاند اوویل چې مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي نړۍ همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ غونډه کې هم تیره اونۍ  ګډون وکړ۔ هغه د اسرائیلو له خوا د صومالېلنډ پېژندنه غیر قانوني او د صومالیا پر خپلواکۍ برید وباله

ویاند وویل چې اسحاق ډار د او آیی سي په غونډه کې دا کار د سیمه ایزو هیوادونو لپاره یو لوی ګواښ وباله

ویاند وویل چې  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي نړۍ هیوادونو سازمان په دې مهمه غونډه کې  د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو هر ډول وړاندیز رد کړ او د فلسطین یو آزاد او خپلواک ریاست  پر اصولي دریځ یې ټینګار وکړ، چې پلازمېنه یې القدس الشریف وي

ویاند اوویل چې د او آیی سي په دې مهمه غونډه کې د پاکستان استازې اسحاق ډار د اسلامي نړۍ هیوادونو  سازمان لوري  د جمو او کشمیر د شخړې د حل لپاره د پرله‌پسې ملاتړ ستاینه وکړه

ویاند ټینګار وکړو چې  مرستیال وزیراعظم له او آئي سي وغوښتل چې د جمو او کشمیر د خلکو د حق خودارادیت او د آزادۍ حق  د عملي کېدو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي

ویاند وویل چې د او آئي سي فوق العاده غونډې د اسلامي امت پر وړاندې د پرتو بېلابېلو ستونزو، په ځانګړې توګه د صومالیا د وضعیت په اړه د غړو هېوادونو ګډ عزم څرګند کړ او نړیوالې ټولنې ته یې د دولتي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو د ساتنې په اړه یو روښانه پیغام ورکړ

ویاند وویل چې د او آئي سي د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې په څنډه کې، مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار  د اذربایجان، بنګله دېش، مالدیپ او مصر له خپلو سیالانو سره جلا جلا لیدنې وکړې

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې هغه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر او د او آئي سي له عمومي منشي سره هم غونډې وکړو او په سیمه ایز وضعیت ی ورسره خبرې وکړې

ویاند وویل چې په جده کې د خپل سفر پر مهال، مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د قونسلګرۍ د نوې ودانۍ رسمي پرانسته هم وکړه۔

هغه د او آیی سي نوي سفارتي ودانۍ  په انګړ کې د پاکستان ملي بیرغ هم پورته کړ، وروسته یې پټۍ پریکولو سره رسمي پرانسته وکړه، د یادګاري تختې پرده ی پورته کړه او د نوي سفارتي ودانۍ  په چمن  کې یې ونه هم نال کړه

نورخبرونه: پاکستان د هند پوځ مشربې بنیاده تورونه په کلکه رد کړي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *