تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې د اوړو او غنمو ستونزه: د خوراک سیکرټري وفاق ته لیک استولې

د پنجاب حکومت لوري خنډونو او یو شمیر ستونزو له امله په خیبر پښتونخوا کې د اوړو بیی لوړې شوي دي چې اولس ی له سختو ستونز سره مخ کړې
پنجاب څخه د اوړو او غنمو په سپلایی کولو کې د خنډونو له امله په صوبه کې د وړو بیی لوړې شوي دي

د خیبرپښتونخوا صوبایی خوراک سیکرټری له وفاقي حکومت غوښتي چې خیبرپښتونخوا صوبې ته د اوړو په لار کې رامخې ته شوي خنډونه لرې کړي

پیښور: له پنجاب څخه خیبرپښتونخوا ته د غنمو او اوړو په ترسیل کې خنډونه او یو شمیر ستونزې رامخې ته شوي دي او دې ستونزو هوارولو لپاره له وفاقي حکومت څخه د سمدستي مداخلې غوښتنه شوې ده

د خیبرپښتونخوا د حکومت د خوراک څانګې سېکرټرۍ د پاکستان د حکومت د قامي غذایي تحفظ او څېړنې وزارت ته یو مهم خط استولی چې پکې د پنجاب په ځینو چیک پوسټونو د غنمو او اوړو د بین‌الصوبایي ترسیل پر وړاندې د غیرقانوني خنډونو، اوړه په ولکه کې اخستلو  او د واک د ناسم استعمالو ته اشاره شوې ده

په دې لیک  کې ویل شوي چې خیبرپښتونخوا د غنمو له کمښت سره مخ صوبه ده او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ډېره پر پنجاب تکیه لري

د ترسیل پر لارو د خنډونو له امله په صوبه کې د اوړو کموالی رامنځته شوی او بیې ی هم  په څرګند ډول لوړې شوې دي، چې دا وضعیت په ځانګړي ډول د روژې مبارکې په څېر  د غذایي خوندیتوب لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي د خیبر پښتونخوا حکومت د خوراک سېکرټرۍ د اساسي قانون له مخې د بین‌الصوبایي ازادې سوداګرۍ د تضمین په رڼا کې غوښتنه کړې، چې په پنجاب کې اړوندو چارواکو ته دې سمدستي او روښانه لارښوونې ورکړل شي، څو د غنمو او د غنمو څخه جوړو شوو توکو په ترسیل کې هر ډول غیرقانوني او غیر مجاز خنډونه پای ته ورسېږي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *