تازه خبرونه

  ډیره اسماعیل خان: سي ټي ډي درې ترهګر له منځه وړي

پولیسو ویلي دي چې دا عملیات په پټو استخباراتي معلوماتو ترسره شول او ترهګر له منځه وړل شوي دي
په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي

پولیس وایی دا ترهګر د پولیس سرتیرو او یو شمیر نورو ترهګریز بریدونو کې ښکیل وو

ډيره اسماعیل کې د ترهګرۍ ضد څانګې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړي دي

د سي ډي ټي راپور ترمخه په استخباراتي معلوماتو پولیسو په عملیاتو کې درې ترهګر ووژل

پوليسو وويلي چې دا استخباراتي عمليات د ډيره اسماعيل خان او ټانک سره نزدې په سيمو کې ترسره شول، د پوليسو په وينا، وژل شويو ترهګرو پېژندنه د نعمت الله، عبدالروف افغاني او مصطفی په توګه شوې ده

پوليس وايي چې وژل شوي ترهګر په مستقيم ډول پر پوليسو او امنيتي ځواکونو د بريدونو کې ککړ وو۔د پوليسو له مخې، د وژل شويو ترهګرو له ولکې څخه درې کلاشنکوفونه، نهه مېګزينونه، دوه لاسي بمونه او ګڼ شمېر کارتوسونه ترلاسه شوي دي

همداراز پوليسو ويلي چې د ترهګرو له ولکې څخه هغه دوه کلاشنکوفونه هم برآمد شوي چې په ټانک کې د پولیسو په زغروال موټر  برید وروسته ترې تښتول شوي وو

پوليس زياته کړه چې دا عمليات پټ و معلوماتو پر بنسټ د ترهګرو او د هغوی د سهولتکارانو د شتون  په اړه ترسره شوي وو او په بریالي توب سره ترسره شو او ترهګر له منځ یوړل شو

نورخبرونه: وزیراعلی خیبر پښتونخوا: د ترهګرۍ پر ضد  جنګ کې پولیس سرتیري په لومړۍ کرښه کې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *