تازه خبرونه

وزیراعلی خیبر پښتونخوا: د ترهګرۍ پر ضد  جنګ کې پولیس سرتیري په لومړۍ کرښه کې دي

سهیل افریدي ټانک کې د شهیدانو قربانۍ ته درناوي وړاندې کولو په اړه راجوړه شوې د غونډې ګډون والو ته اوویل چې د خیبر پښتونخوا پولیسو او عام اولس د پاکستان لپاره ستره مالي او ځاني قرباني ورکړې ده
وزیراعلی نن د ټانک پولیس لاین دوره وکړه

وزیراعلی سهیل افریدي ویلي دي چې د پولیسو او د پولیسو د شهیدانو کورنیو ستونزې به ډیرې زر هوارې کړي

د خيبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل افريدي نن د چهارشنبې په ورځ د ټانک دوره وکړو او د ټانک پوليس لاين کې ی  د شهيدانو په يادګار ګلان کېښودل

وزیراعلی سهیل افریدي د ترهګرۍ پر ضد شهیدان شوي پولیس سرتیرو پر یادګار ته  سلامي يې وړاندې کړه او دعا يې وکړه

 په دې موقع وزيراعلیٰ له سيمه‌ييزو مشرانو او د شهیدانو د خپلوانو  سره وکتل، د هغوستونزې يې واورېدې او د شهيدانو د لوړو درجو لپاره ی دعا وکړو او د هغوی د خاندانونو سره ی د ژورې خواشینې څرګندونه وکړه

وزيراعلیٰ د سيمه‌ييزو مشرانو او د پوليسو د شهيدانو وارثانو ته د وينا پر مهال وويل چې د خيبر پښتونخوا پوليس د ترهګرو پر ضد په  لومړۍ کرښه کې په دیره میړانه او  زړورتيا جګړه کوي

نوموړي اوویل او ژمنه ی وکړه چې د پوليسو ټولې ستونزې به ډېرې زر  هوارې کړي ، نوموړي وويل چې مرګ حق دی، خو د وطن او قوم  لپاره ځان قربانول تر ټولو لوی اعزاز دې

هغه وويل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سي ټي ډي، سپېشل برانچ، د پولیس سرتیري، امنيتي ځواکونه او د خيبر پښتونخوا ولس زیاتې  قربانۍ ورکړي دي

نوموړي اوویل چې  د خيبر پښتونخوا ولس د هېواد د امن لپاره بې‌مثاله قربانۍ ورکړې دي او ټول قام د ترهګرۍ پر ضد ی موټې ولاړ دې

وزيراعلیٰ وويل چې ټوله نړۍ پوهېږي چې دا جګړه زموږ نه وه، بلکې موږ پکې په زوره ښکېل کړل شو۔ له بده مرغه، له تېرو شلو کلونو راهيسې خيبر پښتونخوا پرله‌پسې قربانۍ ورکوي۔ د خيبر پښتونخوا ولس، پوليسو او امنيتي ځواکونو په ګډه د پاکستان او سيمې د امن لپاره له ۸۰ زره څخه زيات شهيدان ورکړي دي

نوموړي ډاډ ورکړ چې د خيبر پښتونخوا حکومت به د پوليسو د شهيدانو له وارثانو سره هر ډول ممکنه همکاري جاري ساتي۔ هغه وويل چې حوصله بايد ونه بایلو، ځکه هغه وخت لرې نه دی چې په خيبر پښتونخوا کې به بشپړ امن راشي او د هر وګړي ژوند به خوندي شي

ټانک پولیس لاین ته په رسیدو د پولیس افسران او نور مشران وزیراعلی سهیل افریدي ته ستړي مشي او درناوې وړاندې کوي

نورخبرونه:  علي آمین ګنډاپور: پاکستان سره شواهد شته چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *