تازه خبرونه

افغانستان او هند: افغان او هندي چارواکو په اړیکو قوي کولو هوکړه کړې

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده
لیدنه په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان او افغانستان سیاسي اړیکې ډیرې خرابې شوي دي

په دې لیدنه کې د افغانستان سفیر د هند بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره مسول چارواکي سره په یو شمیر مهمو ټکو ټینګار کړې دې

په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان ګاونډي هیوادونو دوه اړخیزې اړیکې سختې ترینګلې شوي دي د هند په نوي ډیلي د افغان سفارت چارواکو او د هند د بهرنیو چارو وزارت یو مهم چارواکي کتنه کړې ده

د راپورونو ترمخه د هند په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست ښاغلي مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي مسئول ښاغلي آنند پرکاش سره کتنه کړې ده

د راپورونه ترمخه په دې لیدنه کې د هند او افغانستان ترمنځ  دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ په پراختیا، په ویزو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې شوي دي

راپورونه وایی چې په دې کتنه کې په هند کې د افغان سوداګرو، محصلینو او مېشتو افغان اتباعو پر ستونزو هم ډیرې مفصلې او مثبتې  خبرې وشوې

د راپورونو ترمخه د  دواړو لوریو په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو د ټینګښت، د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پر پراختیا ټینګار وکړ

نورخبرونه: د افغان دیني عالمانو فتوی او د افغان طالبانو ضدي سیاست

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *