تازه خبرونه

پیښور او خیبرکې د سي ټي ډي عملیات: شپږ ترهګر ی له منځه وړي

په هدفي عملیاتو کې شپږ خطرناک ترهګر ووژل شول؛ د هغوی د تښتېدلو ملګرو پر ضد د لټون او ددوی پر ضد سخت اقدام لپاره عملیات دوام لري
د سي ټي ډي وسله‌وال ځواکونه د پېښور او خېبر ضلع په عملیاتو کې د امنیتي تدابیرو پر مهال د سیمې څارنه کوي

د سي ټي ډي ځواکونه په پېښور او خېبر کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو وروسته له منځه وړل شوي ترهګر او له هغوی څخه لاس ته راغلې وسله

پېښور /خیبر:  د ترهګرۍ پر ضد څانګې (سي ټي ډي) د ریښتوني استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په پېښور او د خېبر ضلع کې دوه سترې او بریالۍ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ټولټال شپږ خطرناک ترهګر ووژل شول.

د سي ټي ډي د وینا له مخې، دغه عملیات په هدفي او کمیني بڼه ترسره شول، چې موخه یې د ترهګرو فعالې شبکې له منځه وړل وو. په دواړو عملیاتو کې د ترهګرو له ولکې دروند وسلوال تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

چارواکي وایي چې وژل شوي ترهګر پر امنیتي ځواکونو د بریدونو، باج اخیستنې (بھتہ خوري) او نورو جدي جرمي پېښو کې ککړ وو. د عملیاتو پر مهال د ترهګرو یو شمېر ملګري له سیمې تښتېدلي، چې د هغوی د نیولو لپاره د لټون او ضربتي عملیات لا هم روان دي.

سي ټي ډي ټینګار کړی چې د صوبې په کچه به د ترهګرۍ پر ضد بې‌درېغه او هدفمند اقدامات دوام ولري، څو د ولس امنیت باوري شي او د ترهګرو شبکو ته بشپړه ماتې ورکړل شي.

د ضلع خیبر ډي پي او دریځ

د ضلع خیبر د ډسټرکټ پولیس افسر   وقاص احمد په وینا، لومړۍ کارروایي د شاکس بای پاس سړک په سیمه کې هغه مهال ترسره شوه، کله چې د ترهګرۍ ضد څانګې   ته پټ استخباراتي اطلاع ترلاسه شوه چې ترهګر په سیمه کې موجود دي او د یوې لویې حملې پلان جوړوي

د ترلاسه شوې اطلاع پر بنسټ، د سي ټي ډي اهلکارو سمدستي عملیات ترسره کړل او د ترهګرو پټنځای یې کلابند کړ

د ډزو د تبادلې پر مهال درې ترهګر ووژل شول، خو د هغوی دوه ملګري د تیارې نه په ګټې اخیستنې سره وتښتېدل

ډي پي او وویل چې د وژل شوو ترهګرو له قبضې درې کلاشنکوفونه، مرمۍ او نور مهمات ترلاسه شوي دي۔ د پولیسو چارواکو په وینا، همدغې سیمې کې دوه ورځې وړاندې ترهګرو د سپېشل برانچ یو اهلکار په ډزو شهید کړی و

دوهمه کارروایي د ضلع خیبر د ملک دین خېل په سیمه کې ترسره شوه، چرته چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د لټون او هدفي عملیات   ترسره کړل

د عملیاتو پر مهال د ډزو په تبادله کې دوه ترهګر ووژل شول۔ د کارروایۍ وروسته له ځایه یو مشین ګن او په زیاته اندازه مرمۍ ترلاسه شوې

د امنیتي سرچینو په وینا، وژل شوي ترهګر په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو او په سیمه کې یې د امن او امان د خرابولو هڅې کولې

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *