تازه خبرونه

 وادي تیراه کې اپریشن: سبا په ۱۱م  جنورۍ به په وادي تیراه کې کرفیو وي

د وادي تیراه خلکو لپاره خپور یو پیغام کې ویلي شوي دي چې سبا د جنورۍ په ۱۱مه نیټه به د میدان سره نزدې په یو شمیر سیمو کې ګرځبندیز وي
په وادي تیراه کې د ممکنه سیکوریټي اپریشن وړاندې له سیمې څخه د خلکو کډه کیدل پیل شویدي

پیغام کې خلکو له خبردارۍ ورکړل شوې دې چې له خپلو کورونو رابهر نه شي ،ویل شوي چې بازارونه به هم ټول تړلې وي

ضلع خیبر:  سبا د جنوري ۱۱مه، د یکشنبې یعني اتوار په ورځ به د سهار له ۶ بجو څخه تر ماښامه پورې پهباغ میدان کې له دوه توئي څخه تر حیدر کنداو، ارهنګه، سری کنداو، پیر مېله، بازار، بر باغ، لر باغ، نوي باغ او ټولو اړوندو سیمو کې به بشپړ کرفیو وي

د امنیتي ځواکونو له لوري په خپاور شوي پیغام کې خلکو ته خبر ورکړل شوی چې ټولې سیمې او ټول بازارونه به په بشپړه توګه تړلي وي

پهپیغام کې له ځايي خلکو غوښتنه شوې چې له غیر ضروري وتلو څخه ډډه وکړي او له خپلو کورونو دې  بهر ونه وځي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې نن په لسمه نیټه د جنورۍ  له وادي تیراه میدان څخه  د وسله والو پر ضد د اپریشن وړاندې ځای خلکو کډه کیدل پیل کړي دي، د چارواکو لوري ترلاسه شویو معلوماتو ترمخه د خلکو نکل مکاني به تر ۲۵م جنورۍ پورې دوام وکړي

د چارواکو ترمخه هرې رجسټر شوې کورنۍ ته به ۲۵۰۰۰۰ دوه نیم لکه روپۍ ایډوانس ورکول کیږي او هره میاشت به هم بې کوره شویو کورنیو ته  ۵۰۰۰۰ پنځوس سره روپۍ ورکول کیږي

نورخبرونه: قبایلي سیمو کې ترهګریز بریدونه شوي

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *