پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر په لرې پرته سیمه وادي تیراه کې د ممکنه پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی روان دی او له سیمې څخه د ځايي کورنیو د کډوالۍ لړۍ دوام لري
د یادونې وړ ده چې په تیره وادي کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پرېکړه کړې ده.د انتظامیه ترمخه له وادي تیراه څخه به د ځایی خلکو کډه کیدل له نن ۱۰م د جنورۍ څخه په رسمي ډول پیل شي چې تر ۲۵مې نیتې پورې په دوام وکړي
د اړوند چارواکو ترمخه هغه کورنۍ چې له تیراه کډه شي او رجسټریشن ی هم وشی ،هغوی له به ایډوانس کې دوه نیم لکه روپۍ ورکړل شی او دې کورنیو ته به هرمیاشت د کور کرایه او نورو ضروریات پوره کولو لپاره پنځوس سره زره روپۍ هم ورکول کیږي
د ضلع خیبر د انتظامیې له مخې، په پایندي چینه سیمه کې د بېکوره شویو کورنیو لپاره د رجسټرېشن مرکز جوړ شوی، چېرې چې د اغېزمنو کورنیو نوملیکنه روانه ده.
چارواکي وایي تر دې مهاله شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ ثبت شوې دي، او د نادرا له تصدیق وروسته ۱۷۶ کورنیو ته د هرې کورنۍ په سر دوه نیم لکه (۲۵۰،۰۰۰) روپۍ مالي مرسته ورکړل شوې ده
د صوبایی حکومت بې کوره شویو کورنیو سره د مرستو اعلان ترمخه هغه کورنۍ چې کوری په بشپړه توګه د اپریشن پر مهال ویجاړ شی،هغوی ته به دیرش لکه روپۍ مرسته او که چیرې کورته ی کم زیان ورسي نو هغوی ته به لس لکه روپۍ مرسته ورکړل شي
په تیراه کې ولې اپریشن پریکړه شوې؟
دلته دا خبره مهمه ده چې په وادي تیراه کې د تیر کال ۲۰۲۵ په وروستیو میاشتو کې د وسله والو له لوري په امنیتي ځواکونو بریدونه وشی، د ټولو خونړې برید په لسم اکتوبر ۲۰۲۵ د زیارت او جمعې شپې ترمنځ په امنیتي ځواکونو ترسره شو چې پکې تر ۱۱ سرتیري شهیدان شول
د معلوماتو له مخې دا بريد د حېدر کنډاو په پوسته باندې د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه شوې وو . د سرچينو په وينا، وسلوالو د پوځ پر پوستې د درنو وسلو برید کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته وشوه. .
سرچينو ویلي چې د بريد شدت دومره زیات و چې داسې ښکارېده لکه نږدې سل وسله وال د بريد برخهوال وي
دا هم باید یادونه وشی چې په وادي تیراه کې د ضلع خیبر قبایلي مشرانو یو شمیر جرګې هم شوي دي خو تراوسه دې جرګو له لارې په وادي تیراه کې امن نه دې باوري شوي او هم دا ی لامل دې چې امنتي ځواکونو په وادي تیراه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو پر ضد د عملیاتو کولو پریکړه کړې ده
د امنیتي سرچینو ترمخه په وادي تیراه میدان او اړوند سیمو کې به د ترهګرو پر ضد اپریشن په دو میاشتو کې بشپړ شی او د روان کال په اپریل میاشت کې به د بې کوره شویو کورنیو خپلو کورونه ته واپس تلل پیل شي
نورخبرونه: په وادي تیراه کې د ترهګرو برید، اته د پوځ سرتیري شهیدان شوي
د امن لپاره جرګه: خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي
وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې
وادي تیراه کې د وسله والو پر ضد عملیات: صوبایی حکومت وسله والو سره د خبرو امکان رد کړې