د امریکا ٖپخواني ولسمشر بش د افغانستان لپاره پخوانې ځانګړې استازې او سفیر زلمې خلیزاد له طلوع نیوز ټي وي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې هغه د امریکا حکومتي نماینده نه دې او افغانستان ته سفرونه په شخصي توګه کوي
خلیلزاد د امریکا او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د یو تودې تودې موضوع بګرام هوایی ډګر په اړه اوویل چې دا ستونزه له خبرو اترو له لارې هواریدلې شي
د بګرام هوايي اډې په اړه، زلمي خلیلزاد وویل چې دا مسئله د مذاکراتو له لارې حل کېدای شي او طالبان دا وړتیا لري چې په همدې تړاو له متحده ایالتونو سره خبرو ته کښېني
خلیلزاد وویل که د امریکا پر ضد امنیتي ګواښ رامنځته شي، یا که د امریکا سفارت په افغانستان کې بېرته فعال شي، نو د سفارت د ساتنې لپاره د امریکايي پرسونل شتون یو ډیر مهم ګام او اړتیا ګرځي او دا کار د خبرو اترو له لارې شونې دې
ده زیاته کړه چې د دوحې مذاکراتو پر مهال هم طالبان په پیل کې پر ډېرو پېچلو موضوعاتو د توافق لپاره تیار نه وو، خو د خبرو له لارې دغه ستونزې هوارې شوې
د پاکستان په اړه د خلیلزاد شکمنه وینا
زلمي خلیلزاد وویل چې پاکستان ، په ځانګړي ډول د هغه پوځ دا مهارت لري چې امریکا ته وښيي ګواکې پاکستان د امریکا ملګری دی؛ خو ده پوښتنه راپورته کړه چې د تېر وخت په شان او هغه وخت ته په کتو، څنګه پر پاکستان باور کېدای شي
هغه وویل، امریکا باید پاکستان د خبرو نه، بلکې د عمل پر بنسټ وڅاري او وازمويي،خلیلزاد زیاته کړه چې پاکستان امریکا سره د مرسته کولو ژمنې هم کړې دي او په ځینو مواردو کې یې عملي کړې هم دي
د افغان طالبانو هوښیارتیا
د پاکستان او افغانستان کړکیچ په اړه ،په دې وروستیو کې په دوحه او بیا استنبول کې د خبرو اترو په اړه خلیلزاد اوویل چې په دې مذاکراتو کې خبرو کې طالبانو ډیره هوښیارتیا وښوده
ده وویل چې له خپلو ملګرو یې اورېدلي چې په دغو خبرو کې د افغان لوري دریځ معقول، منطقي او د مسایلو د حل لپار پکې ښه وړاندیزونه شامل وو
د هغه په وینا، د طالبانو وړاندیزونه او په خبرو کې د طالبانو هوښتیارتیا ته هغوی حیران پاتې شول ، په ځانګړې ډول دې ته حیران وو چې افغان طالبانو څرنګه ډیپلومیسي کوي
خلیلزاد اوویل چې افغان طالبانو د ټي ټي پي مسله هوارولو لپاره پاکستان ته ښه وړاندیزونه وکړل
خلیلزاد زیاته کړه، تر اوسه ورته روښانه نه ده چې پاکستان څه غواړي ؟ وې ویل چې ایا غواړي د ټي ټي پي موضوع حل کړي، که غواړي افغانستان داخلي او خارجي ستونزو ته ټېل ووهي
د پاکستان چارواکو او کارپوهانو غبرګون
د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو له ډیرې مودې راهیسي دا روښانه دریځ دې چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي او د پاکستان دا دریځ نړیوالو او ملګرو ملتونو هم منلې دې
دلته دا هم باید یادونه وشی چې ملګرو ملتونو او نړیوالو هیوادونو د افغانستان په اړه دا هم په ډاګه کړې چې په افغان خاوره ترهګرې ډلې د سیمه ایز هیوادونو او سرحدي سیمو کې د امن او ثبات لپاره لوی ګواښ دې او باید د دوحه تړون عملي کړې او دا ډلې په سیمه کې ترهګرۍ لپاره پرې نږدي
خو طالبان له دې ژمنو پرته انکار کوي او وایی چې ټي تي پي د پاکستان داخلي مسله ده خو بیا د شنونکو په وینا ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسله نه ده ځکه د یادې ډلې وسله وال په افغانستان سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري ، الته بریدونه پلانوي او بیا ی پاکستان کې ترسره کوي
نورخبرونه: زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي