تازه خبرونه

خلیلزاد: طالبان باید د خبرو اترو له لارې امریکا سره د بګرام مسله هوار کړي

د افغانستان لپاره د امریکا حکومت پخوانۍ استازې زلمي خلیلزاد د پاکستان او ټي تي پی ستونزې په اړه یوه شکمنه وینا کړې ده
زلمې خلیلزاد وایی هغه د امریکا په حکومت کې نه دې او کابل ته سفر ی شخصي دې

پاکستان له ډیرې مودې راهسي روښانه دریځ دې چې افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شی خو افغان طالبان له دې انکار کوي

د امریکا ٖپخواني ولسمشر بش د افغانستان  لپاره پخوانې ځانګړې  استازې  او سفیر زلمې خلیزاد له طلوع نیوز ټي وي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې هغه د امریکا حکومتي نماینده نه دې او افغانستان ته سفرونه په شخصي توګه کوي

خلیلزاد د امریکا او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د یو تودې تودې موضوع بګرام هوایی ډګر په اړه اوویل چې دا ستونزه له خبرو اترو له لارې هواریدلې شي

د بګرام هوايي اډې په اړه، زلمي خلیلزاد وویل  چې دا مسئله د مذاکراتو له لارې حل کېدای شي او طالبان دا وړتیا لري چې په همدې تړاو له متحده ایالتونو سره خبرو ته کښېني

خلیلزاد وویل که د امریکا پر ضد امنیتي ګواښ رامنځته شي، یا که د امریکا سفارت په افغانستان کې بېرته فعال شي، نو د سفارت د ساتنې لپاره د امریکايي پرسونل شتون یو ډیر مهم ګام او اړتیا ګرځي او دا کار د خبرو اترو له لارې شونې دې

ده زیاته کړه چې  د دوحې مذاکراتو پر مهال هم طالبان په پیل کې پر ډېرو پېچلو موضوعاتو د توافق لپاره تیار نه وو، خو د خبرو له لارې دغه ستونزې هوارې شوې

د پاکستان په اړه د خلیلزاد شکمنه وینا

زلمي خلیلزاد وویل چې پاکستان ، په ځانګړي ډول د هغه پوځ  دا مهارت لري چې امریکا ته وښيي ګواکې پاکستان د امریکا ملګری دی؛ خو ده پوښتنه راپورته کړه چې د تېر وخت په شان او هغه وخت ته په کتو، څنګه پر پاکستان باور کېدای شي

هغه وویل، امریکا باید پاکستان د خبرو نه، بلکې د عمل پر بنسټ وڅاري او وازمويي،خلیلزاد زیاته کړه چې پاکستان امریکا سره د مرسته کولو  ژمنې هم کړې  دي  او په ځینو مواردو کې یې عملي کړې هم دي

د افغان طالبانو هوښیارتیا

د پاکستان او افغانستان کړکیچ په اړه ،په دې وروستیو کې په دوحه او بیا استنبول کې د خبرو اترو په اړه خلیلزاد اوویل چې په دې مذاکراتو کې خبرو کې طالبانو ډیره هوښیارتیا وښوده

ده وویل چې له خپلو ملګرو یې اورېدلي چې په دغو خبرو کې د افغان لوري دریځ معقول، منطقي او د مسایلو د حل لپار پکې  ښه وړاندیزونه شامل وو

د هغه په وینا، د طالبانو وړاندیزونه او په خبرو کې د طالبانو هوښتیارتیا ته هغوی حیران پاتې شول ،  په ځانګړې ډول دې ته حیران وو چې افغان طالبانو څرنګه ډیپلومیسي کوي

خلیلزاد اوویل چې افغان طالبانو د ټي ټي پي مسله هوارولو لپاره پاکستان ته ښه وړاندیزونه وکړل

خلیلزاد زیاته کړه، تر اوسه ورته روښانه نه ده چې پاکستان څه غواړي ؟ وې ویل چې  ایا غواړي د ټي ټي پي  موضوع حل کړي، که غواړي افغانستان داخلي او خارجي ستونزو ته ټېل ووهي

د پاکستان چارواکو او کارپوهانو غبرګون

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو له ډیرې مودې راهیسي دا روښانه دریځ دې چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي او د پاکستان دا دریځ نړیوالو او ملګرو ملتونو هم منلې دې

دلته دا هم باید یادونه وشی چې ملګرو ملتونو او نړیوالو هیوادونو د افغانستان په اړه دا هم په ډاګه کړې چې په افغان خاوره ترهګرې ډلې د سیمه ایز هیوادونو او سرحدي سیمو کې د امن او ثبات لپاره لوی ګواښ دې او باید د دوحه تړون عملي کړې او دا ډلې په سیمه کې ترهګرۍ لپاره پرې نږدي

خو طالبان له دې ژمنو پرته انکار کوي او وایی چې ټي تي پي د پاکستان داخلي مسله ده خو بیا د شنونکو په وینا ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسله نه ده ځکه د یادې ډلې وسله وال په افغانستان سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري ، الته بریدونه پلانوي او بیا ی پاکستان کې ترسره کوي

نورخبرونه: زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي

د پاکستان امن لپاره د خبرو اترو یوه خطرناکه ترانه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *