تازه خبرونه

په ډهاکه کې د هند او پاکستان لوړپوړو چارواکو لنډه ناسته کړې

په ډهاکه کی د هند د بهرنيو چارو وزير او د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر د خالده ضياء د جنازې پر مهال يو بل سره لیدلي دی
ډهاکه کی اېس جي شنکر او سردار اياز صادق په ډهاکه کې د دولتي مراسمو پر مهال يو بل سره لاس ورکوي

په ډهاکه کی د هند د بهرنيو چارو وزير او د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر د خالده ضياء د جنازې پر مهال يو بل سره لیدلي دی

 د هند او پاکستان د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ په ډهاکه کې  ملاقات شوی   چې د دواړو اټومي ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د يخ ماتېدو نښه بلل کېږي

د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جي شنکر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د چهارشنبې په ورځ يو بل سره لنډه مهاله خبرې وکړې

دا ملاقات په ډهاکه کې د بنګله دېش د پخوانۍ وزيراعظمې بېګم خالده  ضياء د مړینی په مراسمو کی شوی ، خالده ضیا د سه شنبې په ورځ د ۸۰ کلونو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشي چې د مې ۲۰۲۵ کال کې د څلور ورځني پوځي تاوتريخوالي وروسته،  د دواړو هېوادونو ترمنځ وړومبی ملاقات دې

د عينې شاهدانو په وينا، فضا انساني او مسلکي وه، کله چې جي شنکر د سردار اياز صادق څوکۍ ته ورنږدې شو۔ دواړو مشرانو يو بل سره لاس ورکړو، موسکا يې وکړه او د يو بل د خيريت پوښتنه يې وکړه

که څه هم کوم رسمي مذاکرات ونه شول، خو دا اشاره د وروستيو مياشتو د کړکېچنو اړيکو په نظر کې نيولو سره يو مهم سفارتي پرمختګ ګڼل کېږي

دواړه مشران د بېګم خالده ضياء د دولتي جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ډهاکه ته تللي وو، د خدای بخښلې خالده ضیا په سيمه کې د بنګله دېش د لومړۍ منتخبې ښځينه وزيراعظمې په توګه درناوی کېده

دا هم باید یادونه وشي چې د  هند او پاکستان اړيکې سږ کال په اپرېل کې د پهلګام د بريد وروسته خرابې شوې، چې له امله يې د مې په مياشت کې څلور ورځنی شخړه رامنځته شوه

 په دې نښته کې جنګي الوتکې، ميزايلونه او ډرونونه وکارول شول او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته خو د امريکا په منځګړيتوب اوربند وشو

دلته ددې مهم ټکې او هغه وخت یادونه وشی چې د هند کرکټ بورډ د لوري دا تاوتريخوالی د سپورټس څانګی ته هم غځيدلې وو  چې د ۲۰۲۵ آسيا کپ پر مهال ځينو د هند کرکټ قامي ټیم لوبغاړو د پاکستان لوبغاړو سره د لاس ورکولو څخه هم  ډډه کړې وه

د دې اوونۍ سفارتي اشاره د تېرې يخې فضا پر خلاف يو مثبت بدلون ښيي او دا څرګندوي چې حتی د ژورو اختلافاتو سره سره هم د نړيوالو مراسمو پر څنډو کې متقابل درناوی او مدني رويه ساتل کېداي شي

نورخبرونه: د پاکستان او افغان طالبانو شخړه: هندي رسنۍ اور ته لمن وهي

اسحاق ډار: له معرکهٔ حق وروسته الله تعالی پاکستان ته ستر عزت ورکړو

اسټریلیا کې په یهودیانو حمله کوونکې پلار له هند څخه دې

هند د پاکستان انساني مرستې وړونکې الوتکې ته اجازه نه ورکوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *