تازه خبرونه

امریکا  هندي وګړو ته سخت خبرداری ورکړې

د امریکا قوانینو سرغړونه به درنې جزايي سزاوې ولري؛ په اسټرالیا کې د بونډای بېچ د ترهګرۍ پلټنو کې هم هندي وګړي نیول شوي
د امریکا سفارت ودانۍ او د کډوالۍ پر ضد د قانون د پلي کېدو پیغام خپور کړی

د امریکا حکومت هندي وګړو ته د ناقانونه مهاجرت پر ضد خبرداری په داسې ورځو کې ورکړې چې د اسټرالیا په بونډایی ساحل برید کې هندي وګړې ککړ وو

په امریکا کې د هند  مامورینو ته د امریکا سفارت له‌خوا سخت خبرداری ورکړل شوی چې که څوک په ناقانونه ډول امریکا ته داخل شي یا د امریکا قوانین تر پښو لاندې کړي، نو له جدي او درنو  سزاګانو سره به مخ شي

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تر اغېز لاندې امریکا د کډوالۍ د قوانینو د سخت  تحقیق تګلاره نوره هم پیاوړې کړې ده۔

د هند حکومت یا سفارت له خوا په دی حقله کوم غبرګون نه دی ورکړی شوی

 د امریکا سفارت په ټولنیزه رسنۍ ایکس (پخوانی ټویټر) کې په خپور کړي پیغام کې ویلي چې د امریکا د قوانینو ماتول به “د پام وړ جزايي پایلې” ولري۔

سفارت ټینګار کړی چې د امریکا حکومت د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي، د خپلو پولو د خوندي کولو او د وګړو د ساتنې لپاره ژمن دی۔ دا پیغام په ځانګړي ډول هندي وګړو ته متوجه و، چې په واشنګټن کې د ویزو د ناوړه استفادې او ناقانونه داخلېدو په اړه د زیاتېدونکې اندېښنې څرګندونی کوي۔

په همدې مهال، په اسټرالیا کې هم د هندي وګړو په تړاو حساس پرمختګونه مخې ته راغلي دي۔ د اسټرالیا امنیتي ادارو د بونډای بېچ د ترهګرۍ د پلټنو په لړ کې نور کسان نیولي دي۔ د اسټرالیا د چارواکو او د هند د بهرنیو چارو وزارت د تایید له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې څلور تنه د هند اتباع دي، چې د سیډني ښار ته نږدې نیول شوي دي۔

اسټرالیايي پولیسو ویلي چې دا نیونې د پراخو امنیتي اندېښنو نښه ده۔ په جلا عملیاتو کې، د ترهګرۍ ضد سخت‌وسله والو ځواکونو یو موټر درولی او اووه کسان یې نیولي، چې د بونډای بېچ ته نږدې د تاوتریخوالي د پلان په تور تورن دي۔ پولیسو ویلي چې دا ګام د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د احتیاطي اقدام په توګه اخیستل شوی و، خو وروسته چارواکو روښانه کړه چې دا ډله د بونډای بېچ له اصلي برید سره مستقیم تړاو نه لري۔

بلخوا، د هند ځینو رسنیو هغه ادعاوې هم رد شوې چې د بونډای بېچ برید یې له پاکستان سره تړه۔ د دي پرنټ  له‌خوا خپاره شوي حقایق ښيي چې بریدګر، ساجد اکرم، د هند ریښې لرلې او په ۱۹۹۸ کال کې له هند څخه اسټرالیا ته تللی و، چې د هند د تلنګانه ایالت د حیدراباد اوسېدونکی و۔ چارواکو د پاکستان سره د هر ډول تړاو شواهد رد کړي دي۔

د امریکا او اسټرالیا وروستي پرمختګونه ښيي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر هندي وګړو نړیوال څار زیات شوی، که هغه د ناقانونه مهاجرت مسئله وي او که د امنیتي پلټنو برخه۔ د امریکا سفارت خبرداری دا پیغام ورکوي چې د قانون تطبیق به بې‌له توپیره او د هر قومیت پر وړاندې په کلکه ترسره کېږي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *