تازه خبرونه

روسیې پر اوکراين د پوتين کور په نښه کولو تور لګولی؛ زېلېنسکي په کلکه دغه تورونه رد کړی

روسې د سخت غبرګون خبرداری ورکړی، خو اوکراين روسي ادعاوې بې‌اساس او د سولې د هڅو د سبوتاژ هڅه بولي
د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين خوندي استوګنه د ډرون بريد هدف ګرځېدلی

د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين استوګنه د سخت امنيتي تدابيرو تر سيوري لاندې

 روسي چارواکو پر اوکراين تور لګولی چې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د استوګنی د نښه کولو هڅه يې کړې، خو اوکراين دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او دا يې د روسي دروغو يو بل فصل بللی دی

 ماسکو ويلي چې دوی په  سخت غبرګون ښودلو غور کوي، خو اوکراين ټينګار کوي چې دا تورونه د روانو سولېزو هڅو د ناکامولو لپاره  شوي دي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ادعا کړې چې اوکراين د شپې له خوا د روسيې د شمال لوېديځ نووګوروډ سيمې کې د پوتين پر رسمي استوګن ځي د ۹۱ اوږد واټن وهونکو ډرونونو بريد کړی دی

د لاوروف په وينا، د روسيې هوايي دفاعي نظام ټول ډرونونه نسکور کړي او د ځاني يا مالي زيان راپور نه دی ورکړل شوی

لاوروف دغه مبينه بريد دولتي ترهګري بللې او ويلي يې دي چې روسيه به د سولې په خبرو کې پر خپل دريځ بيا غور وکړي، خو زياته يې کړه چې ماسکو به له امريکا سره روانې خبرې نه پرېږدي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي دغه تورونه بې‌بنسته وبلل او ويې ويل چې روسيه د داسې ادعاوو له لارې پر اوکراين د نورو بريدونو لپاره پلمه برابروي

 هغه پر ټولنيزو رسنيو لیکلی چې نړۍ بايد چپ پاتې نه شي. موږ نشو کولی روسيې ته اجازه ورکړو چې د دايمي سولې هڅې سبوتاژ کړي

 زېلېنسکي يادونه وکړه چې روسيې تر دې وړاندې په کيف کې پر دولتي ودانيو بريدونه کړي دي او اوس ورته تګلاره تکراروي

دفاعي شنونکي وايي چې د پوتين پر استوګنه  د ډرون بريد تخنيکي پلوه ممکن  کېدای شي، خو ستراتېژيک ارزښت نه لري او تاواني اقدام به وي. د دوی په اند، دا ډول ګام اوکراين ته هېڅ پوځي ګټه نه شي رسولای، بلکې روسيې ته د لا سخت غبرګون فرصت ورکوي

د پوتين استوګنه چې د  والداي يا اُژين  په نوم يادېږي، د والداي جهيل پر غاړه په يوه خوندي دولتي ريزورټ کې موقعيت لري. دا سيمه له درې خواوو د اوبو او له بلې خوا د سختو امنيتي څارني لاندی ده 

 د انسټيټيوټ فار دي سټډي آف وار په وينا، له مې ۲۰۲۴ راهيسې دلته پرمختللي هوايي دفاعي سيستمونه، د پانتسير اېس-۱ په ګډون، ځای پر ځای شوي دي

دا تورونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د امريکا او اوکراين ترمنځ د سولې د پلان پر سر د پرمختګ راپورونه خپاره شوي وو. زېلېنسکي امريکايي رسنيو ته ويلي چې ښايي په ۲۰۲۶ کال کې جګړه پای ته ورسېږي، خو ټينګار يې وکړ چې د امريکا له ملاتړ پرته اوکراين جګړه نه شي ګټلای

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې امريکا تياره ده اوکراين ته د ۱۵ کلونو امنيتي ضمانت ورکړي او د تړون ډېری برخې نهايي شوې دي، خو د دونباس سيمې او د زاپوريژيا اټومي بټۍ په څېر مهم مسايل لا هم نه دي حل شوي

ټرمپ دا هم وويل چې پوتين د تليفوني خبرو پر مهال د مبينه بريد يادونه کړې او خپله نارضايتي يې څرګنده کړې ده. ټرمپ خبريالانو ته وويل ,,د چا پر کور بريد کول، په مناسب وخت کې مناسب کار نه دی،، خو زياته يې کړه چې د سولې تړون لا هم شونی ښکاري

په پاکستان کې، لومړي وزير شهباز شريف د پوتين د استوګنی ځایی د نښه کېدو راپورونه وغندل او دا يې ناوړه عمل وباله. هغه وويل چې دا ډول اقدامات د سولې، امنيت او ثبات لپاره جدي ګواښ دي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې وي

په پای کې، روسيې د اوکراين پر ضد د سخت غبرګون اشاره ورکړې، خو اوکراين ټينګار کوي چې ټول تورونه دروغ دي. د دې متضادو دريځونو له امله د اوکراين د جګړې راتلونکی او د سولې خبرو برخليک لا هم له پوښتنو سره مخ دی، او د نړيوالې ټولنې پام پر راتلونکو ديپلوماتيکو پرمختګونو راټول شوی دی

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *