تازه خبرونه

له افغان پولې د ترهګرۍ  ګواښ : په ټوله صوبه  کی ۱۰۱۶ د لټون عملیات شوی

په ۲۰۲۵ کال کې یوازې په پېښور کې له زرو نه زیات سرچ او سټرایک عملیات ترسره شوي، سلګونه مشکوک کسان نیول شوي
د پېښور پولیس د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې سرچ او سټرایک عملیات ترسره کوي

فایل فوټو : د سیکوریټي فورسز اهلکار د سرچ او سټرایک عملیاتو پر مهال

پېښور:  د خیبر پښتونخوا امنیتی چارواکی وایی د افغان پولې څخه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو له وجی  په مرکزي  ښار پېښور او د صوبې په نورو برخو کې  پراخه سرچ او سټرایک عملیات ترسره شوي دي

 د پېښور پولیسو له خوا د روان ۲۰۲۵ کال لپاره جاري شوې راپور ښيي چې د امنیت ټینګښت او د جرمونو مخنیوي لپاره منظم او هدفی عملیات تر سره شوي

د امنیتي ادارو له خوا په جاری شوی رپورټ ښیې چی په ۲۰۲۵ کال کې په پېښور کې مجموعی ۱،۰۱۶ سرچ او سټرایک عملیات ترسره شوي، چې پکی  ۷۳۱ کسان د پوښتنو لپاره نیول شوي دي

د دغو عملیاتو ترڅنګ پولیسو ۸۴۶ بېلابېل ډول وسلې او له ۱۴ زرو زیاتې مرمۍ هم برآمد کړې دي، چې دا د امنیتي ګواښونو جدي  څرګندونه کوي

راپور زیاتوي چې د منشیاتو پر ضد ځانګړو عملیاتو کې ۵۲۴ ملزمان نیول شوي، چې ترې ۹۰ کیلوګرامه چرس، ۹۱ کیلوګرامه آئس او نږدې ۳ کیلوګرامه هیروئین ترلاسه شوي دي

 د پولیس رپورټ  مطابق د منشیاتو د اډو پر ضد د کریک ډاون پر مهال ۹۵ بوتلونه شراب هم ضبط شوي دي

همدارنګه، د کرایه‌دارۍ د قوانینو د سرغړونې په تور ۱،۵۹۶ کسان نیول شوي، چې موخه یې د ناقانونه مېشتو او مشکوکو عناصرو څارنه او کنټرول بلل کېږي

د پولیسو چارواکي وايي چې دا عملیات به د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره لا هم دوام ولري، څو د ولس د سر او مال ساتنه باوري شي او د ترهګرۍ او جرمونو پر وړاندې کلک ګامونه واخیستل شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *