د بنګلهدېش پخوانۍ لومړۍ وزيره بېګم خالدہ ضيا د سه شنبې په ورځ د اوږدې ناروغۍ وروسته مړه شوي ده ، ددی عمر ۸۰ کاله وو
د هغې ګوند، بنګلهدېش نېشنلسټ پارټۍ تاید کړې چې خالدہ ضيا له اوږدې مودې راهيسې له جدي ناروغيو کی اخته وه . د ډاکټرانو په وينا، هغه د ځيګر د سختې ناروغۍ، شوګر، بندونو درد، او د سينې او زړه ناروغه وه
هغې د ۲۰۲۵ کال په پيل کې د درملنې لپاره لندن ته سفر وکړ او شاوخوا څلور مياشتې هلته پاتې شوه، وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه
خالدہ ضيا له ۲۰۰۶ کال راهيسې په واک کې نه وه او څو کاله يې يا په زندان او يا هم په کورني نظر بندۍ کې تېر کړل خو هغې او د هغې ګوند لا هم په هېواد کې پراخ ولسي ملاتړ درلود
بی این پی دا مهال د فبرورۍ په ټاکل شويو پارلماني ټاکنو کې د بريا مخکښ بلل کېږي
د هغې زوی او د ګوند سرپرست مشر، طارق رحمان، چې ۶۰ کلن دی، تيره اوونۍ له نږدې ۱۷ کلونو جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو او د راتلونکي لومړي وزير لپاره يو پياوړی امیدوار بلل کېږي
خالدہ ضيا، چې خلکو به يې يوازې په خپل لومړي نوم يادوله، د خپل مېړه، پخواني پوځي مشر او ولسمشر ضياء الرحمن، تر وژل کېدو وړاندې يو ارامه او کورنۍ ته ژمنه ښځه بلل کېده. ضياء الرحمن په ۱۹۸۱ کال کې د يوې ناکامې پوځي کودتا پر مهال ووژل شو
درې کاله وروسته، خالدہ ضيا د خپل ګوند مشري واخيسته او د فقر او اقتصادی بدلون د مبارزې ژمنه يې وکړه
هغې له شيخ حسينه سره يو ځای د ۱۹۹۰ کال ولسي پاڅون مشري وکړه چې پوځي واکمن حسين محمد ارشاد حکومت يې نسکور کړ. خو دا همکاري ډېر ژر په سخته سياسي سيالۍ واوښته او دواړه ښځې د جګړه مارو ښځو په نوم ونومول شوې
په ۱۹۹۱ کال کې، خالدہ ضيا په لومړنيو ازادو ټاکنو کې بريا ترلاسه کړه او د اسلامي ګوند جماعت اسلامي په ملاتړ لومړۍ وزيره شوه. هغې ولسمشرۍ نظام پر پارلماني نظام بدل کړ، بهرنۍ پانګونې ته يې لاره هواره کړه او لومړنی تعليم يې وړيا او لازمي کړ
که څه هم هغې په ۱۹۹۶ کال کې ټاکنې وبايللې، خو په ۲۰۰۱ کال کې بېرته په درنه بريا واک ته ورسېده. د هغې دويمه دوره د توندلارو ډلو د فعالېدو او د فساد د تورونو له امله جنجالي وه. په ۲۰۰۴ کال کې د شيخ حسينه پر يوې غونډې د لاسي بم بريد وشو چې لسګونه کسان پکې ووژل شول. هغه وخت په حکومت سخت تورونه ولګېدل، خو بی این پی دا تورونه سياسي وبلل
په ۲۰۰۶ کال کې، د سياسي بېثباتۍ له امله يو د پوځ ملاتړی لنډمهاله حکومت واک ته ورسېد او خالدہ ضيا او شيخ حسينه دواړه د فساد په تور بنديانې شوې. که څه هم دواړه وروسته خوشې شوې، خو خالدہ بيا واک ته ونه رسېده. بی این پی د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ ټاکنې تحريم کړې او د دواړو ګوندونو ترمنځ شخړو د هېواد سياسي او اقتصادي پرمختګ اغېزمن کړ
خالدہ ضيا په ۲۰۱۸ کال کې د فساد په يوه قضيه کې زنداني شوه، خو په ۲۰۲۰ کال کې د روغتيايي دلايلو له امله کورني نظر بند ته ولېږدول شوه هغه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې، د شيخ حسينه د حکومت ړنګیدو وروسته خوشې شوه. د ۲۰۲۵ کال په پيل کې، د بنګلهدېش سترې محکمې هغې او د هغې زوی د فساد له تورونو بري کړل
د پاکستان وزیراعظم لوري خواشیني
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د بېګم خالدہ ضيا پر مړينه ژوره خواخوږي څرګنده کړه. هغه وويل چې د بنګلهدېش د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېګم خالدہ ضيا پر مړينه ډېر خواشينی ایم. د بنګلهدېش د پرمختګ لپاره د هغې خدمتونه به تل په ياد پاتې شي
نوموړي زياته کړه چې بېګم خالدہ ضيا د پاکستان ملګرې وه او پاکستان د بنګلهدېش له ولس سره په دې غمجن وخت کې ولاړ دې