د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډ په رسمي ډول اعلان کړی چې د دې ډلې پخوانی پوځي ویاند، چې د ابو عبیده په نوم پېژندل کېده، تېر کال د اګست په میاشت کې د غزه ښار کی د اسراییلو په برید کې وژل شوې دې
د القسام بریګیډ نوي پوځي ویاند دا خبره د دوشنبې په ورځ د عرب رسنۍ له لارې په خپره شوې ثبت شوې وینا کې وکړه، هغه وویل چې ابو عبیده د اسراییلو په برید کې وژل شوې
اصلي نوم او پیژندنه
نوي پوځي ویاند ویلي دي چې د هغه اصلي نوم حذیفه سمیر الکهلوت و، نوي ویاند زیاته کړه چې نوې ټاکل شوې ویاند به هم د ابو عبیده تر نوم لاندې خپلې دندې ترسره کوي، خو خپله شخصي پېژندنه به نه ښکاره کوي
دا لومړی ځل دی چې حماس په رسمي ډول د الکهلوت اصلي هویت تاییدوي. نوموړی له شلو کلونو زیات د القسام بریګیډ د ویاند او د پوځي رسنیز واحد د مشر په توګه پاتې شوی و او په دې موده کې یې هېڅکله خپل مخ نه و ښکاره کړی. په عربي نړۍ کې هغه د سور کفیه ،سرې شملې تر شا د مخ پټولو له امله د نقاب پوش په نوم پېژندل کېده
نوي ابو عبیده په خپل بیان کې وویل چې موږ د ستر مشر حذیفه سمیر الکهلوت، ابو ابراهیم، چې د القسام د رسنیز نظام مشر و، پر شهادت ویر کوو. هغه شل کاله دښمنان ناکام کړل او د مؤمنانو زړونو ته یې حوصله ورکړه.
هغه د القسام بریګیډ د پخواني قومندان محمد السنوار، چې د مې په میاشت کې وژل شوی و، او د نورو لوړپوړو پوځي مشرانو، په شمول د رائد سعد، د وژل کېدو هم تایید وکړ
الکهلوت د خپلو ویناوو له لارې د جګړې د حالاتو، پوځي ادعاوو او پر اسراییلو د نیغې نیغې نیوکې له امله پراخ شهرت درلود. د هغه نفوذ په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر وروسته زیات شو، کله چې د حماس ناڅاپي برید او ورپسې پر غزه د اسراییلو جګړې سیمه له سخت بحران سره مخ کړه
په ۲۰۰۵ کال کې په یوه مرکه کې الکهلوت ویلي وو چې د هغه کورنۍ د ۱۹۴۸ کال د نکبه پر مهال بېځایه شوې وه او وروسته په غزه کې د کډوالو په یوه کمپ کې مېشته شوه. د سرچینو په وینا، د هغه اصلي هویت د ژوند تر پایه یوازې د حماس څو نږدې کسانو ته معلوم و.
تحلیلګر وایي چې د ابو عبیده شخصیت د حماس په پوځي او رسنیزه تګلاره کې مهم رول درلود، او د هغه له وژل کېدو سره سره، د همدې نوم او نښې ساتل د دې ډلې له لوري د دوام او تسلسل پیغام ګڼل کېږي