تازه خبرونه

شهباز شریف: پاکستان هند ته داسې سبق ورکړې چې کله به ی هم هیر نه کړي

وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې په آزاد کشمیر کې ی د څلورو دانش سکولونو جوړولو منظوري ورکړې دې
وزیراعظم شهباز شریف آزاد کشمیر کې د زده کونکو یوې دستورې ته وینا وکړه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په آزاد کشمیر کې د زده کوونکو لپاره راجوړه شوې یوه غونډه کې اوویل چې آزاد کشمیر کې به ډیر زر دانش پوهنتون جوړ شي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل یو تازه بیان کې ویلي دي چې د مې ۲۰۲۵ جګړه کې د پاکستان دفاعي ځواکونو  هند ته داسې سبق ور وښود چې هغه به ی تل په یاد وساتي او کله به ی هم هیر نه کړي

د  مظفرآباد په آزاد کشمیر پوهنتون کې د زده‌کوونکو تر منځ د لیپ‌ ټاپونو  د وېشلو لپاره راجوړه شوې دستوره کې د وینا پر مهال  وزیراعظم شهباز شریف  وویل چې
لیپ‌ټاپ یوازې یوهمشین نه دې  بلکې دا یو وژن،یعني لید دی.

هغه ټینګار وکړو چې  که لیپ‌ټاپ ورکول رشوت وای، نو نن به زموږ ځوانان څنګه ډاکټران او انجنیران شوي وای؟ وزیراعظم زیاته کړه چې تر اوسه یو هم لیپ‌ټاپ په سفارش نه دی ورکړل شوی

شهباز شریف وویل چې په آزاد کشمیر کې د څلورو دانش ښوونځیو د جوړولو منظوري ورکړل شوې ده او ډېر زر  به دلته دانش پوهنتون هم جوړ شي

وزیراعظم زیاته کړه چې د  مې ۲۰۲۵ جګړه کې د پاکستان پوځ هند ته داسې سبق ور وښود چې تل به یې یاد وي. ډېرزر به هغه وخت را ورسېږي چې کشمیر به  پاکستان جوړ شي او مقبوضه کشمیر به ازاد شي. ټینګاری وکړه چې موږ به د اتحاد او یووالي له لارې کشمیریانو ته خپل حق ورکوو

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *