د پاکستان امنیتي ځواکونو د چاغي ولسوالۍ په نوکنډي او تفتان سیمو کې یو لوی استخباراتي عملیات ترسره کړی او ۱۷۹ افغانان یې ونیول چې د یو کم استعمالېدونکي سیمې له لارې پاکستان ته په غیرقانوني توګه راننوتلي وو
لوړپوړي امنیتي چارواکي وایي چې د نیول شویو اکثریت ازبکان وو او د سفر قانوني اسناد ی نه لرل، هغوی اړوندو چارواکو ته د نورو قانوني چارو لپاره سپارل شوي دي
امنیتي ځواکونه د افغان پولی سره نږدې ګزمې زیاتې کړي څو د غیرقانوني داخلیدلو او نورو غیرقانوني فعالیتونو څارنه وکړي
دا ګرفتاری د تېرې اوونۍ په همدغه سیمه کې د یوې خواشینوونکې سړک پېښې وروسته شوې
په نوکنډي کې د یوې موټرې ټکر له امله د ۱۱ افغانانو ژوند د لاسه ورکړ او ۹ نور ټپیان شول.
راپورونه وايي، دغه کډوال د ایران له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه کوله او د قاچاقچیانو په مرسته یې د بهر هېوادونو سفر هڅی کولی
سیمهییزو چارواکو د مړو جسدونه او ټپیان نږدې روغتونونو ته ورسول مخکې له دې چې افغانستان ته وسپارل شي
دغه عملیات د پاکستان د چارواکو د هڅو یوه برخه ده ترڅو د غیرقانوني مهاجرت په زیاتېدونکي رجحان کنټرول ولري