تازه خبرونه

افغانستان کې پاکستاني زده کوونکو ته ستونزې راپیښې دي

د کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې نږدې درې زره پاکستاني محصلين، د ازموينو تر بشپړېدو وروسته هم د وطن ستنېدو څخه محرومه دی
په کابل کې په زرګونو شمیر په زده کړو بوخت پاکستاني محصلين، چې د تورخم پولې د بندېدو له امله هېواد ته د ستنېدو په تمه دي

نن ۷۳مه ورځ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه تړلي دي چې له وجهې په افغانستان کې په زرګونو پاکستاني محصلین سختو ستونزو سره مخ دي او دوی په افغانستان کې بند پاتې دي

د  افغانستان به کابل او نورو ولایتونو کې  پاکستاني محصلين وايي چې د سرحدونوتړلو له امله په افغانستان کې بند پاتې یو او  له سختو ستونزو سره مخ دي

پاکستاني زده کوونکو د پاکستان له مرکزی حکومت او د خيبر پښتونخوا صوبایی حکومت څخه د بېړنۍ مداخلې غوښتنه کوي

د محصلينو په وينا، دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو، په ځانګړي ډول کابل کې، شاوخوا ۲۷۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني محصلين شتون لري چې د پولې د بندېدو له امله بند پاتې دي

زیات شمیر کې پاکستاني زده کوونکو خپل امتحانونه هم ورکړي دي او وس د زمکې له لارې واپس هیواد ته د سرحد تړلو له امله نه شي راتللې

 د محصلينو استازی سيد شهاب الدين وايي چې دی د فائنل ائير زده کوونکی دی، بل پاکستانۍ زده کوونکې  امان الله د کابل په آريانا پوهنتون کې زده کړې کوي او  وايي هلته د ۴۰۰ څخه زيات پاکستاني محصلين زده کړی ترلاسه کوي

 د دوی په وينا، د روان حالت له امله محصلين له سخت ذهني فشار، مالي ستونزو او نامعلومو حالاتو سره مخ دي، او له درې څخه تر درې نيمو مياشتو رخصتۍ زياته برخه ی د انتظار په حالت کې تېره شوې ده

محصلين وايي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت څخه ورته د ويزې د ختمېدو، د زده کوونکو ويزې او نورو اداري ستونزو په برخه کې  همکاري شوی ده  او ګڼې ستونزې يې حل کړې دي۔ خو دوی وايي چې تر اوسه د پاکستان حکومت له لوري کوم څرګند يا عملي اقدام نه دی شوی، سره له دې چې بشپړ معلومات يې د پاکستان سفارت، اړوندو مرکزی حکومتی ادارو او  وزيرانو او ملي رسنيو ته ورکړي دي

په بيان کې دا هم يادونه شوې چې د خيبر پښتونخوا حکومت شاوخوا لس تر دولس ورځې وړاندې د پاکستاني محصلينو په ملاتړ يو پرېکړه ليک منظور کړی و، خو تر اوسه پرې عملي کار نه دی شوې

په افغانستان کې زده کوونکي پاکستاني محصلين له حکومت پاکستان څخه په ټينګار غوښتنه کوي چې يا دې د محصلينو لپاره د تورخم پوله په لنډمهاله ډول پرانيستل شي، او يا دې د خوندي ستنېدو لپاره ځانګړې چارټرالوتکې یا اکانومی الوتنې برابرې کړل شي ترڅو دوی خپل هیواد ته ستانه شي

محصلين وايي چې دا يوازې د اسانتيا موضوع نه ده، بلکې د زرګونو پاکستاني ځوانانو د راتلونکي، ذهني سکون او ملي وقار سره تړلې ده، او دوی د دولت له لوري د سمدستي  او عملي اقدام په تمه دي

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *