تازه خبرونه

کندهار کی نامعلومه وسله والو یو تن په ډزو وژلې

دا پیښه د کندهار ولایت د مسلم اسحاق مارکیټ ترڅنګ رامنځته شوې، پولیسو ی پلټنې پیل کړي دي
کندهار کې ځایی سرچینی وایی چې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو د ډزو پېښه رامنځته شوې ده

کندهار کې سرچینې وایی چې بريد کوونکي تر پېښې وروسته سمدستي له سيمې تښتېدلي دي او تر اوسه د وژل شوي کس هويت نه دی څرګند شوې

ځايي امنيتي سرچينی وایی  په کندهار ښار کې يو کس د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوې دې

يوې امنيتي سرچينې د دوشنبې په ماښام وويل، چې دغه پېښه د مسلم اسحاق مارکیټ ترڅنګ د پارکينګ په سيمه کې، د ښار د لومړۍ او دوهمې امنيتي حوزې ترمنځ رامنځته شوې ده

د سرچينې په وينا، بريد کوونکي تر پېښې وروسته سمدستي له سيمې تښتېدلي دي او تر اوسه د وژل شوي کس هويت نه دی څرګند شوې

په همدې حال کې د کندهار امنيه قومندانۍ ويلي، چې دغه قضيه جنايي بڼه لري او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي

Related Articles

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

اسلام آباد کې د درنې ټرافیک بندیز د انرژۍ بحران رامنځته کړی؛ د اټک ریفاینري مرکزي یونټ بند شوی، د خامو تیلو رسونه درېدلې او د ذخیره ټانکونو د ډکېدو له امله تولید هم معطل شوی دی

April 22, 2026

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *