تازه خبرونه

د ترکيې او افغان استخباراتو پاک افغان سرحدي سیمه کې د داعش قومندان نيولی

ګورېن، چې د يحيی په نوم پېژندل کېده، د داعش د غړو د لېږد مهم اسانتيا برابروونکی و او له نیول کیدو وروسته ترکيې ته لېږدول شوی
ګورېن، د ترکي اوسیدونکی د داعش خراسان قومندان، د پاکستان–افغانستان پولې ته نږدې تر نيول کېدو وروسته

پاک افغان سرحدي سیمه کې نیول شوې د داعش کمانډر نیول ، دفاعي شنونکي ،دا یوه لویه کامبابي بولي او وایی افغان خاوره کې د داعش ډله سیمه ایز امن لپاره یو لوی ګواښ دې

 امنيتي سر چینی وایی د ترکيې استخباراتي ادارو د افغانستان د عمومي استخباراتو  سره په ګډو عملياتو کې د داعش خراسان څانګې يو مهم قومندان د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې نيولی دی

پوهان د داعش ډلې پر ضد  دغه دویمه غټه کامیابی بولی او وایی دی سره به داعش ته تاوان اورسی او کمزورې به شي

نيول شوی کس  ګورېن نومېږي، چې د يحيی په بل نوم هم پېژندل کېده. تر نيول کېدو وروسته هغه د نورو پلټنو او قانوني چارو لپاره ترکيې ته انتقال شوی دی

د استخباراتي ارزونو له مخې، ګورېن له ترکيې څخه د افغانستان–پاکستان سيمې ته د داعش د غړو د لېږد، تنظيم او اسانتيا برابرولو کې مرکزي رول درلود، چې د داعش خراسان عملياتي او لوژستيکي شبکې يې پياوړې کړې وې

سرچينې زياتوي چې ګورېن له اوزګور التون سره نږدې همکاري لرله، چې د ابو ياسر الترکي په نوم هم يادېده

 نوموړی تر دې وړاندې په پاکستان کې نيول شوی و او د ترهګرۍ ضد همکارۍ په ترڅ کې ترکيې ته سپارل شوی و. د ګورېن نيونه د هغو لوړو پوړو داعش اړوندو ترکي اتباعو دوهمه مهمه هڅه ده چې د پاکستان او ترکيې د استخباراتي همکارۍ له لارې نيول کېږي

د افغان چارو کارپوه سلمان جاوېد له اېچ ټي اېن  سره په خبرو کې اوویل  چې دغه کارروایي دا څرګندوي چې داعش لا هم په افغانستان کې په منظم ډول فعاله ده او له جلب‌وجذب سره سره  تر عملي بریدونو پورې ی خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي
هغه وویل چې داعش لا هم نه یوازې د سیمې او نړیوال امن لپاره جدي ګواښ دی بلکې د نورو ګڼو توندلارو ډلو په څېر افغانستان یې خپل پټنځای ګرځولی دی

د ترکيې چارواکو دا نيونه د داعش خراسان د نړيوالو جلب، تمويل او لوژستيکي شبکو پر وړاندې يو مهم ګوزار بللی او ويلي يې دي چې د ګورېن د اړيکو، مالي سرچينو او سيمه‌ييزو شبکو په اړه پلټنې لا هم روانې دي، چې نور جزييات به وروسته خپاره شي

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *