تازه خبرونه

د  پاکستان تعلیمي ادارو او استاذانو په نړیواله کچه پاکستان لپاره لوی نوم وګټلو

د پاکستان پوهنتون یو استاد او زده کوونکې د نړيوالو علمي او څېړنيزو اعزازونو تر ترلاسه کولو وروسته

د پاکستان نسټ،لمز او پیښور پوهنتون استاذانو او شاګردانو په نړۍ کې د پاکستان لپاره لوی نوم ګټلې دې

د پاکستان تعليمي ادارې اوس يوازې په کور دننه نه، بلکې په نړيواله کچه هم د خپلې علمي او څېړنيزې وړتيا له امله د پام وړ ګرځیدلې دي

 په وروستيو مياشتو کې د بېلابېلو څانګو استادانو، زده کوونکو او پخوانيو محصلينو نړيوال اعزازونه، سکالرشپونه او څېړنيز فرصتونه ترلاسه کړي، چې د هېواد علمي حيثيت لا پياوړی کوي

د ملي پوهنتون د ساينس او ټکنالوجۍ ،نسټ،  د برېښنايي انجينرۍ څانګې استاد پروفېسر نوشير وان شعيب ته د نړيوالو انجينرۍ ټولنو له لوري د هغه د مسلکي او علمي خدمتونو په اعتراف کې ځانګړی نړيوال انجينرۍ اېوارډ ورکړل شو

 دا اعزاز د نړيوالې انجينرۍ ټولنې لپاره د هغه د دوامدارې رهبرۍ او علمي ونډې ستاينه ده او د پاکستان د تعليمي معيار نړيواله پېژندنه پياوړې کوي

په همدې لړ کې، د لاهور د مديريت علومو پوهنتون لمز، پخوانۍ زده کوونکې جویرا شکیل د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړيوالې کچې يوې معتبرې څېړنيزې سکالرشپ ته وټاکل شوه.

دا انتخاب هغه د نړۍ د تر ټولو سيالۍ‌لرونکو علمي سکالرشپونو له ګټونکو څخه ګرځوي، چې د پاکستاني ځوانانو فکري وړتيا او نړيواله پېژندنه څرګندوي

د پاکستان د پوهنتونونو يو شمېر نور پخواني محصلين د کاناډا په مشهورو پوهنتونونو کې د بشپړ مالي ملاتړ لرونکو نړيوالو څېړنيزو روزنيزو پروګرامونو برخه ګرځېدلي دي.

دغه پروګرامونه زده کوونکو ته دا فرصت ورکوي چې په نړيوالو څېړنيزو پروژو کې فعاله ونډه واخلي او د پاکستان علمي حضور لا پراخ کړي

همدارنګه، د پېښور د انجينرۍ او ټکنالوجۍ پوهنتون  په بشپړه توګه د پايلو پر بنسټ د عصري تعليمي نظام پلي کول بشپړ کړي، چې د نړيوالو تعليمي معيارونو سره سمون لري.

د پوهنتون استادانو له ملي او نړيوالو مالي ادارو څخه د څېړنيزو مرستو ترلاسه کولو کې هم د پام وړ برياليتوبونه لرلي، چې ټوليزه اندازه يې له يو نيم سلو مليارده روپيو اوړي

دغه ټولې لاسته راوړنې د دې څرګند ثبوت دي چې د  پاکستان تعليمي او څېړنيز بنسټونه د نړيوال علمي سيالۍ په ډګر کې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي او د علم، څېړنې او نوښت په برخه کې د هېواد روښانه راتلونکی تضمينوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *