د افغان طالبانو د حقاني ډلې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د طالبانو د عمومي مشر ملا هبتالله اخوندزاده لهخوا د وروستیو مخالفانه څرګندونو د وضاحت لپاره کندهار ته وربلل شوی، خو نوموړي دغه سفر د خپل ځواک د څرګندولو په یوه ننداره بدل کړ، چې د کندهار د مشرتابه لپاره یې خطر زنګ وبلل شو
د کندهار د باوري سرچینو له مخې، سراجالدین حقاني د پنجشنبې په شپه کندهار ته ورسېد. له معمول سره په ټکر کې، هغه د دفاع وزیر ملا یعقوب او ملا عبدالغني برادر له ځان سره د جمعې لمانځه لپاره د کندهار د عینو مېنې په هغه جامع جومات کې ګډون وکړ، چې د هیبتالله د ډلې پیاوړی مرکز بلل کېږي
د جمعې له لمانځه وروسته وضعیت هغه مهال د امنیتي ادارو لپاره اندېښمن شو، چې په جومات کې راټولو شویو خلکو د سراجالدین حقاني لاسونه ښکلول پیل کړل. د حیرانتیا خبره دا وه چې له هغه سره موجود ملا یعقوب او ملا برادر ته هېڅ ځانګړې پاملرنه ونه شوه. له معمول سره سمون نه درلود، خو سراجالدین حقاني خلکو ته اجازه ورکړه چې خپل احساسات څرګند کړي او د امنیتي کسانو د ټینګار سربېره یې له ځایه د وتلو انکار وکړ
سرچینې وایي، دا په کندهار کې په عام ځای کې د سراجالدین حقاني لومړۍ ښکاره راڅرګندېدنه وه. د شنونکو په باور، د کندهار په زړه کې د ځواک دا ننداره د طالبانو په کورنۍ سیاست کې یو مهم او څرګند بدلون دی او د هیبتالله د واکمنۍ لپاره د خطر نښه بلل کېږي
د حقاني ډلې لهخوا پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې پراخ خپرول دا پیغام رسوي چې دوی غواړي د هبتالله ډلې ته وښيي چې د هغوی نفوذ تر کندهار مرکزونو پورې رسېدلی دی. شنونکي وایي، د طالبانو دننه اختلافات نور یوازې اداري یا پالیسۍ ته محدود نه دي، بلکې د واک، سرچینو او بقا پر جګړه اوښتي دي
د څارونکو په اند، په جومات کې رامنځته شوی وضعیت تصادفي نه و، بلکې د حقاني ډلې لهخوا یو سنجول شوی سیاسي او د ځواک پیغام و. ځینې شنونکي دا د ملا هبتالله لپاره روښانه خبرداری ګڼي چې د هغه واک نور بېسیاله نه دی پاتې راپورونه وایي، د هبتالله نږدې کړۍ حقاني ډله یو جدي ګواښ بولي، او په مقابل کې حقاني ډله د هبتالله شاوخوا سختدریځه مذهبي کړۍ د خپلې لارې تر ټولو لوی خنډ ګڼي
د شنونکو په باور، په راتلونکو ورځو کې دا کشمکش لا شدت موندلای شي؛ که هیبتالله دا ننداره له پامه وغورځوي، د هغه د واک کمزوري کېدو خطر شته، او که سخت غبرګون وښيي، د طالبانو دننه د ښکاره وېش اندېښنه به نوره هم زیاته شي